د لاس رسي وړ اتصالات

انجلینا جولی، د هالیود د سیمنا ځلانده ستوری، افغانستان ته سفر وکړ


د دوه گونو ماشومانو له زیږونې څخه فقط څو میاشتی وروسته د هالیود د سیمنا ځلانده ستوری، انجلینا جولی د ملگرو ملتونو د کډوالو د ادارې د ښه نیت د سفیرې په توگه د خپل ماموریت په لړ کې افغانستان ته سفر وکړ.

دا د افغانستان څخه د هغې لمړی لیدنه ده او د سفر اصلي هدف یې د هغو مهاجرینو سره مرسته ده چې په دې ورستیو کې پس له اوږدې مودې وروسته بیرته هیواد ته ستانه شوي دي.

هغې د مهاجرینو د ژوندانه په اړه داسې وویل: " په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو د رژیم له نسکوریدو راهیسې د پنځو میلونو په شا او خواو کې کډوال هیواد ته راستانه شوي دي. چې د هغوی د جملې څخه څلور عشاریه درې میلونه یې د UNHCR په مرسته هیواد ته تللي دي. داهم باید وویل شي چې دا په معاصر تاریخ کې د مهاجرینو د بیرته ستنیدو لوی خوځښتونه دي."

هغې د خپلې لیدنې کتنې په وخت کې د ډیرو مهاجرینو سره خبرې وکړې. نوموړې وایي سره ددې ټولو مشکلاتو بیا هم هغوی خوشحاله ښکاري.

‏"کله چی له هغوی پوښتنه وکړئ څه شي ته اړتیا لرئ، نو هغوی په ډیره خندا درته وایي هرشي ته! نو کله چی ترې وپوښتۍ څه ډول کار ته ضرورت لرئ، نو هغوی بیا په خندا سره درته وایي چې هر ډول کار ته."‎

په خپلې ویډیو کې میرمن جولي د خلکو د لومړنیو اړتیاو په هکله خبرې کړي، لکه د اوسیدنی ځایونه ، او به او د صحي چارو ضرورتونه. همدا رنگه هغې د غذایي موادو په کموالي او د غذایي موادو د جگې بیې په هکله هم خپل خپگان څرگند کړ.

‏"د افغانستان خلکو ډیر زجر لیدلی دی خو بیا هم ډیر مهربانه او صمیمي خلک دي. دوی ډیرې ویاړنې لري. کله چې ما د هغوی سره ولیدل نو هغوی فقط له ما څخه د ژمی لپاره د سرپناه غوښتنه او ژر تر ژره د ماشومانو لپاره د زده کړو د زمینې د برابرولو غوښتنه وکړه. او دایې ویل چی ژر تر ژره زمونږ ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابره کړی، دوی زمونږه راتلوونکې دي."

جولی د افغانستان څخه د لیدلو په ترڅ کې د هغو خلکو سره د ډیرو انسانی مرستو هیله وکړه چې د راتلونکي سخت ژمي په وجه به له ستونزو سره مخامخ وي.

په کابل کې د نومبر په میاشت کې د مهاجرو د بیرته ستنیدو او ځای پر ځای کیدو په اړه د نړیوال کنفرانس څخه د مخه افغانستان ته د انجلینه جولی سفر هیله ده ددې هیواد د مهاجرو د ستونزو د حل کولو سره مرسته وکړي.

اجلینه په دې درې ورځني سفر کې د ننگرهار د ولایت څخه هم لیدنه وکړه چې د ٢٠٠٢ کاله راپدېخوا ٢٠ فیصده مهاجرین هلته کډه شوي دي.

دا لمړی ځل نه دی چې جولی د مهاجرینو سره گوري، هغې په ٢٠٠٥ کال کی هم د پاکستان څخه لیدنه کړې وه چې او د هغه هیواد د صدر ا‏عظم شوکت عزیز سره یی هم کتلي وو.

XS
SM
MD
LG