د لاس رسي وړ اتصالات

واشنگټن پوسټ: په افغانستان او په پاکستان کی تشدد زیاتی سوي دي


د پاکستان او افغانستان په سرحدی سیمو کی د طالبانو او القاعده د فعالیتونو زیاتېدلو د سیمی د هیوادونو او بین المللی قواوو سره اندېښنه پیدا کړې ده.

دواړه هیوادونه ددغو ناکراریو د ختمولو په لارو چارو پسی گرځی او په دې لړ کی یې د قومی مشرانو څخه مرسته غوښتې ده.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼی په دغه ارتباط وایی: په تېرو دوو کالو کی په افغانستان کی ناکراری زیاتی سوي دي او د هغه هیواد د اینده په باب یې اندېښنې پیدا کړي دی، او په عین وخت کی په پاکستان کی هم تشدد زیات سوی دی.

د پاکستان امنیتی قواو په شمال لوېدیځه صوبه کی پر توندروانو باندی حملې پیل کړي دي او توندوانو هم د بمونو په ځان مرگو حملو جواب ورکړی دی.

دغه تشدد پانگه اچونکي وارخطا کړي او اقتصادی بحران یې زیات کړی دی. واشنگټن پوسټ ورځپاڼه وایی د پاکستان او افغانستان اړېکی د افغانستان د هغو ادعاو له امله خړ پړ دي چی وایی پاکستان په خپل سرحد کی د توندروانو د مرکزونو د له منځه وړلو دپاره پوره هلی ځلی نه کوی.

دواړو خواو په کابل کی د لویی جرگې په ترڅ کی ژمنه وکړه چی حکومتونه او خلک به یې اجازه ورنه کړی چی توندروان یې په خاوره کی مرکزونه جوړ کړی.

ورځپاڼه وایی د افغانستان حکومت د طالبانو سره دخبرو کولو په لاره کی لومړی گام پورته کړی دی او تېره میاشت یې په سعودی عربستان کی د طالبانو له پخواینو مامورینو سره خبری کړي دي.

د افغانستان خارجه وزیر رنگین دادفر سپنتا تېره هفته وویل د هغه حکومت د خبرو دپیل کولو په مرحله کی دی، مگر یوازي د هغو کسانو سره خبری کوی چی غواړی وسلې پر مځکه کښېږدی.

د متحده ایالاتو ددفاع وزیر رابټ گېټس په دغه میاشت کی وویل که د افغانسنان د سولی دغو خبرو ته دوام ورکړي نو متحده ایالات د طالبانو سره روغی جوړی کولو ته تیاردی مگر له القاعده سره به روغه ونه کړی.

پاکستان هم ویلي دي چی که یې مخالفین له تشدد څخه لاس واخلي نو د خبرو پیل کولو ته تیار دی. ځینی څېړونکي وایی دغه جرگه به د دواړو گاونډیو هیوادونو ترمنځ د اړېکو په ښه کولو کی مرسته وکړي مگر حکومت باید د تودروانو سره بې قید او شرطه خبری پیل کړی.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه په افغاستان کی د پاکستان د یوه پخواني سفیر ایاز وزیر له قوله وایی کله چی څوک د سولي خبری پیل کوي نو دا خبری باید له هغه چا سره وکړي چی سوله یې په خطر کی اچولې وي.

او کله چی سړی وایی چی یوازي هغه وخت له توندروانو سره خبری کوي چی هغوی خپلی وسلې پر مځکه کښېږدی نو بیا دخبرو هدف څه دی.

خبره خو دا ده چی دوی خپلی وسلې پر مځکه نه ایږدی او دا خبری د دې پاره کېږی چی هغوی په د ېقانع کړل سی چی خپلی وسلې پر مځکه کښېږدی.

ورځپاڼه وایی پښتانه د سرحد پر دواړو خواو اوسېږی او د طالبانو سره خواخوږي لری. څېړونکي وایی که مطلب په افغانستان او پاکستان کی د ناکراریو ختمول وي نو باید چی پښتانه د حکومتونو سره ملگري سی.

د بلی خواد بی بی سی خبری اژانس وایی د القاعده ځینی توندرو طرفداران له دې څخه وېرېږی چی د طالبانو او د افغانستان حکومت ترمنځ خبری به یوه ورځ په سیمه کی د القاعده دپاره مځکه تنگه کړی.

د طالبانو رسمی نطاق ذبیح الله مجاهد د سولی د خبرو د پیل کېدلو په باب رپوټونه رد کړي دی. مگر د سعودی عربستان مقامات وایی چی د دواړو خواو استازو په هغه هیواد کی خبری سره کړي دی.

اژانس وایی په تېرو څو ورځو کی د القاعده طرفداران د انټرنیټ په ویب سایټونو کی دا تبلیغ کوی چی د طالبانو او د حامد کرزي د حکومت ترمنځ هیڅ ډول خبری نه دي سوي.

دوی وایی ملا عمر او طالبان به هیڅکله د عراقیانو په څېر جهاد ته شا وانه وړوی.

په یوه پیغام کی ویل سوي دي چی مجاهدین باید متوجه وي چی د خلیج یو مهم هیواد کوښښ کوی په افغانستان او پاکستان کی هغه کار وکړي چی په عراق کی وسو.

د دې مهم هیواد څخه مطلب په څرگنده سعودی عربستان دی چی په تېره میاشت کی د کابل د حکومت او د طالابانو ترمنځ د خبرو کوربه و.

د بی بی سی خبری اژانس وایی په یوه بله ویب پاڼه کی ویل سوي دي چی دا د طالبانو د بدنامولو دپاره یوه له شرارته ډکه پروپاگنډه ده وروڼو مه بېرېږی طالبان داسی خلک نه دي چی القاعده به د سیاسی قدرت د ترلاسه کولو دپاره خرڅ کړي.

اژانس په پای کی وایی که د افغانستان حکومت او طالبان یوې روغی جوړی ته ورسېږی نو دا د القاعده دپاره یو سخت گوزار دی.مگر تر اوسه پوری داسی نښی نه دی لیده سوي چی دا روغه جوړه به وسي او نه القاعده په پاکستان کی د خپلو مرکزونو د سمدستی د لاسه ورکولو له خطر سره مخامخ ده.

XS
SM
MD
LG