د لاس رسي وړ اتصالات

'امریکا د طالبانو سره د سولې په خبرو کې پر خپل گډون غور کوي'


رپوټونه وايي د بوش د حکومت مقامات په دې باب غور کوي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په خبرو کې برخه واخلي.

د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې نن د ځینو امریکايي مقاماتو له خولې چې نومونه یې ندي اخیستل شوي، لیکلي چې د سولې د خبرو مشري به د افغانستان د حکومت پر غاړه وي چې امریکا به پکې فعال حضور ولري.

په ورځپاڼه کې ویل شوي چې دغه پیشنهاد په افغانستان کې د امریکا د ستراتیژۍ د یوه څیړنیز رپوټ د یوې برخې په توگه د سپینې ماڼۍ په یوه محرمه مسوده کې ذکر شوی دی.

کله چې په دې باب د سپینې ماڼۍ له نطاقې ډانا پرینو نه پوښتنه وشوه، هغې وویل چې واشنگټن یوازې د افغانستان په باب په خپلو ستراتیژیو له سره غور کوي او په دې خبر دي چې مصالحې ته ضرورت دی.

هغې وویل، واشنگټن په دې کې شک لري چې طالبان به له تشدد او تندروئ لاس واخلي.

ددې میاشتې په پیل کې، د امریکا یوه جنرال ډیویډ پټریاس وویل چې که د طالبانو له ځینو غړو سره د سولې خبرې وشي نو کیدای شي لدې لارې د افغانستان په ځینو برخو کې امنیت راشي.

خو هغه ټینگار کړی و چې د سولې دغه خبرې باید د افغان حکومت په بشپړې هماهنگئ او ملاتړ تر سره شي.

ټاکل شوې ده چې جنرال پټریاس په روانه اونۍ کې د افغانستان او پاکستان په شمول په دغې سیمې کې د امریکا د نظامي ستراتژیو مسئولیت پر غاړه واخلي.

د افغانستان حکومتي مقاماتو په دې وروستیو ورځو کې د طالبانو د حکومت د ځینو پخوانیو غړو سره په سعودي عربستان کې خبرې کړي او ویل کیږي چې ددغو خبرو دوهم پړاو ته تیاری کیږي.

خو مقامات وايي، په خبرو کې هغه طالبان برخه نلري چې د افغان حکومت په خلاف په جگړه بوخت دي.

حکومت وايي، یوازې په دې شرط له طالبانو سره خبرې کوي چې هغوی د افغانستان اساسي قانون ومني، وسلې پر ځمکه کیږدي او د هیواد په سیاسي بهیر کې برخه واخلي.

د یوه بل خبر لمخې، د امریکا پوځ وايي، ایتلافي قواوو د خپلې یوې هلېکوپترې د خلاصولو لپاره چې د وردگو په ولایت کې د دوشنبې په ورځ ورباندې حمله شوې وه، قواوو په جگړه کې ١٢ طالبان وژلي دي.

پوځ وايي، د راکټ یوه مرمۍ د هليکوپترې پر وزر ولگېده او کښته کېدو ته مجبوره شوه.

د پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې په هليکوپتر کې ١٠ تنه عسکر سپاره وو او کومه صدمه ورته ندې رسېدلې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، پر هغو قواوو باندې هم حمله شوې چې ددغې هلېکوپتر د ژغورنې لپاره سیمې ته ورغلي وو چې د عسکرو په ځوابي حمله کې ١٢ مشکوک طالبان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG