د لاس رسي وړ اتصالات

امن جرگه وايي، له طالبانو سره خبرې کوو


د پاکستان او افغانستان د سرحدي سیمو مشرانو نن سه شنبې په اسلام آباد کې د امن د جرگې په لړ کې پریکړه وکړه چې د مشترک سرحد د امنیت پر سر به له طالبانو سره خبرو کښیني.

په جرگه کې پریکړه وشوه چې په دواړو ملکونو کې به د طالبانو سره د تماس د نیولو لپاره مشترک قومي کمیسیونونه جوړیږي.

دغه پریکړه نن په اسلام آباد کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د امن د جرگې په دوهمه او وروستۍ ورځ اعلان شوه.

پرون د غونډې په لومړۍ ورځ، د جرگې گډون کوونکو خپل هغه تصمیم بیا تکرار کړ چې د پولې دواړو خواوو ته باید د تروریزم او تندروانو مخه په کلکه ونیول شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي وویل چې پر مشترک سرحد باندې باید د تشدد مخه د ډیپلوماسئ له لارې ونیول شي.

د افغانستان د خوا یوه استازي، فاروق وردک وویل چې د امن په دغې کوچنۍ جرگې کې به د تندروانو او تشدد د مخنیوي لارې چارې ولټول شي.

په پاکستان کې ځینې انتقاد کوونکي وايي، دغه جرگه تر هغو مفهوم نلري چې د امریکا، ناټو او طالبانو استازي پکې گډون وانخلي. خو د افغانستان د هیئت مشر، د بهرنیو چارو پخوانی وزیر ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، مهمه خبره دا ده چې د دواړو ملکونو تر منځ هماهنگي رامنځته شي.

په دغې جرگې کې د دواړو ملکونو لخوا ٥٠ تنه قومي مشران او دیني عالمان برخه لري.

د دواړو ملکونو تر منځ د امن لومړنۍ ستره جرگه په کابل کې شوې وه. په هغه جرگې کې د دواړو ملکونو استازو پریکړه وکړه چې خپل خاوره به نه پرېږدي چې د ترهگرو د روزنې په مرکزونو او پټنځایونو بدله شي.


XS
SM
MD
LG