د لاس رسي وړ اتصالات

استرالیا د افغانانو د وژل کیدو په باب تحقیق کوي


د استرالیا حکومت د هغو ادعاوو په باب تحقیق کوي چې وايي، هغه ٢٠ تنه افغانان د طالبانو په لاس وژل شوي چې په استرالیا کې یې د پناه غوښتنه کړې وه او د هغوی غوښتنه رد شوې وه.

د استرالیا د ایس.بي.ایس تلویزیون پلان لري چې راتلونکې میاشت په دې باب یو مستند فلم خپور کړي.

د اجتماعي څیړنو په نامه یوې ادارې چې دغه مستند فلم یې تیار کړی وايي، دوی توانېدلي چې د نهو وژل شویو کسان عکسونه تر لاسه کړي او باور لري چې ټول ٢٠ تنه وژل شوي دي.

داسې فکر کیږي چې دغه شل تنه په هغو ۴٠٠ کسانو کې وو چې د استرالیا پخواني صدراعظم هان هووارډ یې د پناه غوښتنې پیشنهاد رد کړ او بیرته خپل ملک ته ولیږل شول.

د استرالیا د مهاجرت پخواني وزیر فیلپ راډک هم د صدراعظم هووارډ د پالیسۍ ملاتړ کړی و. هغه ویلي وو، دا مشکله ده چې معلومه شي چې دغه افغانان په رښتیا هم د پناه په لټه کې دي که غواړي د نورو هدفونو لپاره په استرالیا کې پاتې شي.



XS
SM
MD
LG