د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل ښار د باندی، طالبانو  امنیتی وضع 'ډېره خرابه کړې'


د ریچمنډ ټایمز ورځپاڼی وایی چی د کابل د ښار څخه د باندی طالبانو امنیتی وضع ډېره خرابه کړې ده.

د ریچمنډ ټایمز ورځپاڼه خپل رپوټ د محمد رضا په نوم یوه موټر وان د کیسې څخه پیل کوی او وایی چی تېره میاشت د متحده ایالاتو یوه قراردادي هغه ته وویل چی که د ډېزلو یو ډک ټانکر له کابل څخه کندهار ته یو سی نو لس زره ډالره به ورکړی.

البته دا پیسې د هغو پیسو اوه چنده وې چی ده له کابل څخه کندهار ته د بورې د انتقالولو په صورت کی ترلاسه کولې.

مگر ده وویل چی طالبانو موټروانانو ته ویلي دي چی خارجی پوځونو ته به تېل نه وروړی، او یاغیانو د دغو دوو ترټولو لویو ښارونو ترمنځ پر لویه لاره باندی پوستې جوړي کړي دی.

محمد رضا دغه پیسې رد کړې. د هغه یوه ملگري قرار داد قبول کړ او طالبانو یې سر ورڅخه پرې کړ.

د ریچمنډ ټایمز ورځپاڼه لیکی طالبانو پایتخت له نورو ښارونو څخه گوښ کړی او د اکمالاتو مهمی لاري یې نیولي دي او کابل ته نیژدې سیمو کی پر خلکو باندی خپل مقررات تحمیلوی.

د خلکو څخه له مرکو څخه معلومه سوې ده چی طالبانو د هغو څلورو لارو څخه چی د کابل ښار ته غځېدلي دي د دریو لویو لارو کنټرول اخیستی دی. او ځینی کسان وایی چی ښایی په لنډ وخت کی هغوی کابل ته د ټولو غځېدلو لارو کنټرول واخلی.

ورځپاڼه وایی سړی چی دې شرایطو ته گوري نو هک پک پاته سی. اوه کاله مخکی د کابل کندهار پر لویه لاره باندی طالبان په تېښته کی وه، خپل حکومتی دفترونه یې پرې ایښی وه او په تاخته کی د متحده ایالاتو د گولیو تر باران لاندی قتلېدل.

اوس طالبان او دهغوی متحدین بیرته پر هغو سړکونو د کابل خواته ځانونه نیژدې کوي او ښارته په نیژدې سیمو کی خپل زور ښیی. البته کابل ډېر ښه ساتل کېږی او هیڅوک فکر نه کوی چی طالبان به دا ښار ونیسی.

ورځپاڼه وایی چی طالبان پر کابل باندی حملې کولو ته ضرورت نه لری خو کله چی د کابل د حکومت څخه د لویو لارو د ساتلو او د ښار څخه د نیژدې سیمو د امنیت د ټینگولو واک واخلی نو د کابل حکومت پخپله بې فایدې ښکاری.

ورځپاڼه وایی پر سړکونو باندی خنډونو خارجی پوځیانو ته تاوان رسولی دی، او پوځی اډې د سون د موادو او نورو اکمالاتو د کمبود سره مخامخ دي.

په دغه اوړي کی تجارتی الوتکو ته خبرداری ورکړه سو چی دوی د کندهار په هوایی میدان کی تېل نه سی اخیستلای او دغه هوایی میدان خپل ځینی د کار ځایونه او فترونه ځکه وتړل چی باید د جنگ په موسم کی یې د برېښنا سپما کړې وای.

د ریچمنډ ټایمز ورځپاڼه وایی یاغیانو دغه راز د بین المللی مرستو پر کاروانونو باندی هم حملې کړي دي او په روان کال کی یې لږترلږه د اتیا زرو کسانو د یوې میاشتی د خوراکی موادو توښه ورڅخه وړې ده.

د داخله وزارت احصایې ښیی چی پر لویو لارو باندی د اکمالاتو پر لاریو موټرونو باندی حملې په یوه کال کی تقریبا دوه چنده سوي دي.

ورځپاڼه وایی اوس چی د کابل څخه د باندی پر لویو لارو باندی حکومتی مامورین او یا هغه کسان چی د خارجی موسسو سره کارونه کوي، سفر کوی نو خپل لباسونه بدلوی او ځانونه د کروند گرانو او دوکاندارانو په شکل جوړوي او په دې توگه ځانونه د یاغیانو له حملو څخه ساتی.

دغه خلک هویتونه نه ورسره وړي او د خپلو موبایل ټلفونونو څخه هغه نمرې پاکوي چی ښایی له حکومت سره د هغوی ارتباط ورڅخه څرگند سی.

ورځپاڼه په افغانستان کی د ناټو د نطاق تورن جنرال ریچارډ بلانچیټ له قوله وایی په دغه اوړي کی پر جنوبی لویولارو باندی د طالبانو زور ډېر زیات سو.

بلانچیټ وویل دا خبره مشهوره ده چی وایی د یاغیانو حملې پیل کېږی چی لویی لاری ختمی سي. ده وویل یاغیانو پلونه الوزلي دي او کروند گر نه سی کولای چی خپل تولیدات ښارونو ته ورسوي او په دې توگه اقتصاد په ټپه درېږی.

تورن جنرال بلانچیټ وایی ناټو په د ېتازه شپو ورځو کی د هوایی قواوو او پوځیانو په مرسته د کابل څخه تر کندهار پوری لویه لاره یو څه مصونه کړه او داوړي په وروستیو هفتو کی پر لاریو باندی حملې ډېری کمی سوې، که څه هم چی ده دا ومنله چی د حملو کموالی ښایی د جنگ له موسم سره اړه ولری.

ده وویل چی د افغانی پوځیانو سره د لویو لارو ساتل ځکه گران دي چی د هغوی شمېر کم او د گزمو دپاره ساحه پراخه ده.

ورځپاڼه د کابل پر شاوخوا باندی د لسو مرکزی ولایاتو د جنایی تحقیقاتو د آمر ډگروال اسدالله عابد له قوله وایی یوازی د امنیتی قواو د کمبود ستنوزه نه ده بلکه هغه پولیس چی پر لویو لارو باندی گزمې کوی هغوی ټول رشوتونه خوري او حتی د یاغیانو سره همکاري کوي.

دغه څلوېښت کلن صاحب منصب وایی دی د طالبانو دوست نه دی او هغوی څو ځله په لیکونو کی گواښونه ورته کړي دي، مگر دی وایی د ده نور ملگري چی د ښار څخه باندی په وړو پوستو کی وظیفې لري هغوی د حکومت سره دونه د زړه له کومي ملگري نه دي.

ورځپاڼه وایی د ښاغلي عابد له قوله وایی د کابل پر شاوخوا باندی د څلورو لویو دروازو ساتنه افغان پولیس، عسکر او استخباراتی مامورین کوی مگر یاغیان هغوی ته رشوتونه ورکوي او په اسانی سره کابل ته لاره پیدا کوی.

هغه کسان چی پټ له یاغیانو سره ملگري دي د حکومت په امنیتی قواو کی ننوتلي دي او په ایمانداری کار نه کوی.

XS
SM
MD
LG