د لاس رسي وړ اتصالات

د امن د جرګۍ هئیت کابل ته ورسېد


په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امن د ګډی جرګه ګۍ په دوو ورځنیو ناستو کې تصمیم نېول شوی چې له مخالفیو سره د خبرو اترو لپاره یوه کمېته چې لس غړی به ولري، ټاکي.

ددغه جرګه ګۍ د افغانستان هئیت نن کابل ته ورسېد او په کابل کې یې خبري کنفرانس ورکړی.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امن د ګډی جرګې په تعقیب د پنځوس کسیزې جرګه ګۍ لومړنۍ ناسته چې تېره او وړمه ورځ په اسلام اباد کې ترسره شوه. د افغانستان له اړخه تللی هئیت نن کابل ته بېرته راستون شو.

د افغانستان له لوري د پنځه ویشت کسیزې جرګه ګۍ مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د کابل په هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل چې په اسلام اباد کې یې په دوو مهمو مسئلو، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په ښه والي او امنیت پر سر خبری کړي.

ډاکټر عبد الله عبدالله وویل چې د اسلام اباد په ګډه اعلامیه کې چې تېره ورځ په اسلام اباد کې خپره شوه، تصمیم ونېول شو ترڅو د دواړو هېوادو له مخالفینو سره د خبرو اترو باب پرانستل شي.

هغه وویل په اسلام اباد کې د جرګه ګۍ په ناسته کې له طالبانو سره د خبرو مسله په وضاحت یاده شوه.

د افغانستان له اړخه د جرګه ګۍ مرستیال او د پوهنې وزیر ډاکټر فاروق وردک بیا وویل چې د اسلام اباد په ناسته کې دواړو لورو پرېکړه کړی چې دوه کمېټې به جوړوي.

یوه کمېټه به مخالفینو سره د خبرو لاری چاری پرمخ وړي او دوهمه به د امن د ګدی جرګې د پریکړو عملي کول څاري. هغه وویل د مسایلو د حل لپاره یې په زماني مهال ویش له پاکستاني لوري سره خبری کړي.

دا ډول په کابل کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ بین الپرلماني ناسته چې له دوو ورځو راهېسې روانه ده، د دواړو هېوادو ترمنځ د امنیت، اقتصاد او د اړیکو په ښه والي غږیږي، د پاکستان د مشرانو جرګې مرستیال سردار محمد خان جمالي وايي د سولې لپاره د دواړو هېوادو ترمنځ چوکاټونه شته، ولې د دواړو هېوادو مخالفین دی پوه شي چې جګړه د حل لار نده دوی په خپلو کې سره وروڼه دي.

د امن ګډه جرګه چې د ۲۰۰۷ کال په اګسټ میاشت کې په کابل کې ترسره شوه، پرېکړه وشوه چې د دواړو هېوادو جرګه ګۍ به د جرګې پرېکړی تعقیبوي.

دا تر څوارلسو میاشتو وروسته لومړنۍ د جرګه ګیو ناسته وه چې په اسلام اباد کې ترسره شوه.

XS
SM
MD
LG