د لاس رسي وړ اتصالات

برتانوي کارپوهان: راتلونکی کال د افغانستان لپاره مهم دی


د برتانیې د سیاسي او پوځي چارو کارپوهانو دلته په واشنگټن کې د افغانستان په باب یوې غونډې ته ویلي چې نړۍ باید خپل ټول پام د افغانستان د راروانو انتخاباتو بریالي کیدو ته واړوي.

په واشنگټن کې د امریکا د احتیاط افسرانو د ادارې له خوا د افغانستان په باب غونډه جوړه شوې وه.

دغې غونډې ته چې عنوان یې "آیا د افغانستان مسئله گټلای شو" و، د برتانیې د پارلمان عالي رتبه سلاکار مایک کلارک او د برتانیې پوځي څیړونکی جنرال کریس پرې رابلل شوي وو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر تیره اونۍ وویل چې حکومت د طالبانو سره د سولې په نیت په سعودي عربستان کې خبرې کړي او ددغو خبرو دوهم پړاو ته تیاری روان دی.

د بوش د حکومت ځینو مقاماتو هم مطبوعاتو ته ویلي چې سپینه ماڼۍ د افغانستان په باب پر خپلې ستراتیژئ له سره غور کوي.

د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د ځینو امریکايي مقاماتو له خولې لیکلي چې دوی د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په خبرو کې د برخې اخیستلو په باب غور کوي.

د برتانیې د پارلمان له سلاکار نه پوښتنه وشوه چې آیا له طالبانو سره د ایتلاف د قواوو جگړه او د افغان حکومت د وسلې خبرې دواړه مشروعیت لرلای شي؟

ښاغلي کلارک وویل، داسې فکر کیږي چې طالبان درې برخي لري، یو یې عالي رتبه مشران، دوهم د منځنۍ طبقې غړي او دریم یې عام خلک دي چې کیدای شي د طالبانو مرسته تر لاسه کوي او د هغوی لخوا تشویقيږي.

کلارک وايي؛ کیدای شي خبرې ددغه دوهمې او دریمې درجې طالبانو سره تر سره کیږي خو په آینده کې یې ددې امکان هم رد نه کړ چې کیدای شي حتی د اولې درجې طالبان هم په واک کې شریک کړل شي.

کلارک وايي، دا کار د هغه څه مخالف نه دی چې ایتلافي قواوې یې په افغانستان کې غواړي.

د پروفیسر کلارک او د جنرال کریس پرې دواړو نظر دا وو چې راتلونکی کال د افغانستان لپاره ډیر مهم دی. دوی وویل، نړیوالې ټولنې د افغانستان په باب له ٢٠٠١ نه تر ٢٠٠٥ کال پورې وخت ضایع کړی دی.

دوی په افغانستان کې د جمهوري ریاست را روان انتخابات د بریالیتوب یو فرصب وباله او ویې ویل چې نړیواله ټولنه باید خپل ټول پام ددغه انتخاباتو کامیابیدو ته واړوي.

له پرفیسر کلارک نه د امریکا غږ د خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې څومره ددغه انتخاباتو کامیابېدو ته خوشبین دی په داسې حال کې چې د ناامنیو او د طالبانو د موجودیت لمن اوس د هلمند او کنړ په څیر ولایتونو نه اوس کابل ته رسېدلې ده او حکومت مقامات نشي کولای چې په ولایتونو کې له خپلو خلکو سره وگوري.

کلارک: "د ٢٠٠٩ کال انتخابات باید بریالي وو. او له دغو انتخاباتو سر یو ځای باید په ستراتیژیک لحاظ ځینې ملکي د پراختیا پروژې بشپړې شي. او له دې لارې باید ثابته کړل شي چې د کابل حکومت کار کولای شي."

کلارک د کابل ـ کندهار سرک جوړېدل د نمونې په توگه یاد کړ خو ویې ویل پر دغه سرک باندې امنیت ښه نه دی او عام خلک اوس په ډاډه زړه پر دغه سرک تگ راتگ نشي کولای.

دی وايي، دغه ډول پروژې باید دوام ولري خو د امنیت لپاره یې باید له افغانانو سره په هماهنگئ کار وشي. خو د افغانستان په باب د جنرال کریس پېري اندېښنه دا ده چې په دغه ملک کې یوازې د تشدد سره مبارزه مشکل نه شي حل کولای.

دی وايي، په دغه ملک کې اداري فساد، پر حکومت باندې د خپلو خلکو عدم اعتماد او د نړیوالو قواوو تر منځ د هماهنگئ نشتوالی ټول هغه څه دي چې په افغانستان کې د ستونزې باعث شوي دي.

پیرې وايي، له همدې آمله په دغه ملک کې پکار ده چې د تشدد سره د مبارزې پر ځای د غیرقانوني چارو سر ده مبارزې ستراتیژي غوره شي. خو پروفیسر مایک کلارک بیا په افغانستان کې د نړیوالو قووو تر منځ د هماهنگئ د نشتوالي موضوع ته په ډیره جدي سترگه گوري.

دی وايي، د ناټو ٢٦ غړي هیوادونه هر یوه په افغانستان کې د خپلې قومندانئ تشکیلات لري او له بلې خوا د ناټو عمومي قومنداني او امریکايي قوواوې هم موجودې دي.

"فکر کوم په دې کې هیڅ شک نشته چې همدغه د ملکونو په ملي سطحه قومندانیو، د ناټو قومندانئ او د امریکايي قواوو د قومندانۍ موجودیت د دوی تر منځ کار ستونزمن کړی دی. ددغو درې پوړونو د قومندانیو موجودیت ډیر وخت گټور نه تمامیږي. همدا اوس هم په لندن او واشنگټن کې په دې باب خبرې دوام لري چې څه ډول د قواوو تر منځ هماهنگي رامنځته شي"

کلارک وايي، دا ډیره مهمه ده چې په راتلونکي اپریل کې د ناټو له عمومي غونډې مخکې، په دې باب د حل یوه لاره پیدا شي. کلارک وايي، د ناټو په غونډه کې د افغانستان لپاره د یوه نوي پیل پر ستراتیژئ غور کیږي.

XS
SM
MD
LG