د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان په خپله خاوره کې د بې پېلوټه الوتکې په ډزو اعتراض وکړ


د پاکستان خارجه وزارت واېې چه په اسلام اباد کې ېې د امرېکا سفېره ان پېټر سن خارجه وزارت ته راغوښتلې ؤ او د پاکستان په خاوره کې دننه د ېوې امرېکاېې بی پېلوټه الوتکې له خوا د توغندو د ډزو له امله پرې سخت اعتراض وکړ.

د پاکستان دخارجه وزارت ېو خبرلېک، واېې چه پاکستان په سمدستی توگه ددغه شان هواېې حملو دبندولو غوښتنه وکړه.

د پاکستان خارجه وزارت واېې چه په دې هواېې حمله کې ېو شمېر خلک وژل شوی دی او کورونه وران هم وران شوی دی.

د پاکستان دحکومت خبرلېک واېې چه دا ډول حملې د پاکستان د خاورې د تمامېت په خلاف عمل دی او د ټرورزم سره په جنگ کی د حکومت اولسی ملاتړ هم ورسره کمېږی د پاکستان د خارجه وزارت مامورېن واېې چه دا ټولې خبری نن د امرېکا د سفېرې سره په خبرو کی مطرح شوی وی.

پخوا هم څو څوځلې د پاکستان حکومت ددی ډول هواېې حملو په خلاف چې گومان کېږی د بی پېلوټه امرېکاېې الوتکو له خوا شوی وې، سخت اعتراضونه کړی وو.

د امرېکا پوځ واېې چه په دغو قباېلی سېمو کی د القاعدې او طالبانو سړي پټ مرکزونه لری. په دې وروستئ حمله کې شل کسان وژل شوی دی. دامرېکا اسخبارات واېې چې ددغې سېمې محلې طالبان اوس دالقاعدې سره ملگری شوی دی او په افغانستان کې د حکومتی او اېتلافی قواو په خلاف حملې کوی.

XS
SM
MD
LG