د لاس رسي وړ اتصالات

سرحدي شخړې د ترهگرۍ خلاف په مبارزې کې 'یو خنډ دی'


د پاکستان او افغانستان تر مینځ سرحدي شخړې په دواړو هیوادونو کې د ترهگرۍ خلاف په مبارزې کې یو خنډ دی.

او اوس د نړیوالو ځواکونو سره یوځای ددواړو هیوادونو د گډ پوځي گزمې غږ شوی. دا له ستراتیژیک نظره د نړۍ ترټولو گڼ نفوسه او مهم سرحد دی.

ترهگر او قاچاقبران په سرحد د تلو راتلو تر ٢٥٠ زیاتې لارې لري، ځیني په ډېرو سختو غرنیو سیمو کې چې د دواړو هیوادونو د حکومتونو لپاره یې څار تر وس تېره خبره ده.

دغه سیمه له کلونو راهیسې د طالبانو، القایده او نورو ترهگرو لپاره یو خوندي ځای دی، چې د سرحد دواړه لور ته د حکومتونو خلاف بوخت دي.

په سیمې کې د گزمې د هڅو په سمه توگه د انسجام او د ترگرۍ خلاف د جگړې لپاره افغانستان، پاکستان او امریکا د سرحد د انسجام شپږو پلان شوو مرکزونو څخه لومړنی پرانیست، چې د درو سرو هیوادونو عسکر پکې ناست دي.

دوی د ترجمانانو په مرسته په انگلیسي، پښتو او دري ژبو خبرې سره کوي.

لومړنی مرکز د خیبر په افسانوي درو کې له سرحد نه د افغانستان خوا ته د مارچ په میاشت کې پرانستل شو.

دلته امریکايي، پاکستاني او افغان ځواکونه گډ سره اوسي او گډه ډوډۍ سره خوري.

افغان برید جنرال عبدالرحیم فیضي وايي له دې لارې د دروسرو هیوادونو ځواکونه کولای شي له یو بل سره هم فکر شي او همکاري وکړي.

د امریکايي ځواکونو برید جنرال مارک میلي وايي دغه مرکز هغه څه له مینځه وړي چې دی ورته په سرحد باندې تاریخي نه همکاري وايي.

میلي: “مرکز د افغانستان، پاکستان او ایساف د قواو د ختیځې قومندې ترمینځ په سرحد باندې د شخړو د مخنیوي لپاره جوړ شوی چې خپل ټول پام د دښمن خلاف وکړو."

هره میاشت د درو سرو هیوادونو یوستوري جنرالان په خیبر کې سره ويني چې په وضعې سره وغږیږي او پروسه بهتره کړي.

د افغانستان او پاکستان په پوځونو دا هم غږ شوی چې په سرحد باندې د نړیوال ایتلاف له قواو سره گډ کار وکړي.

جنرال میلي وايي کیدای شي د سرحد د انسجام مرکز په دې لور لومړی گام وي.

میلي: "ددې مانا گډ پوځي عملیات کیدای شي. اوس دا ویل گران دي چې څه بڼه به ولري، دا به د وخت په تېریدو مالوم شي. خو دا امکان په څرگنده شته چې د همکارۍ بنسټ اېښودل شوی دی."

افغانستان، پاکستان او امریکا مني چې د یوه هیواد پوځ نه شي کولای دغه دوه نیم زره اوږد سرحد په موثره توگه وڅاري.

د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف گټې یواځې په شا او خوا نږدې سیموکې نه دي، بلکه استخباراتي څېړونکي وايي د یاغیانو په مینځه وړلو سره به دوی وکولای شي د نړۍ په نورو سیمو کې د القایده د ترهگرو بریدونو مخه ونیسي، ځکه چې دغه لرې پرته سیمه د نړیوالې ترهگرۍ د پلان او روځنې مرکز جوړه شوې.

XS
SM
MD
LG