د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: دولت د طالبانو سره خبرې خپله دنده بولي


جمهور رئیس حامد کرزي نن د افغانستان د ښځو د سراسري شورا د غوښتنې خلاف وویل چې د افغانستان دولت خپله دنده بولي چې د سولې او امنیت د راوستلو لپاره د طالبانو سره باید خبرې وکړي.

ښاغلي کرزي د افغانستان د ښځو د شورا په لمړۍ او دوه ورځنۍ غونډه کې د یادی شوی ټولنې لخوا د کار مصوبه ومنله خو د یوی مادې سره یې اختلاف درلود.

د ښځو د سراسري شورا په مصوبه کې د حکومت نه غوښتل شوي چې د ښځو د وضعیت د بهبود لپاره دی د ټولو هغو قوانینو چې د هغه تطبیق د ښځو لپاره گټور دي عملي کړي خو د هرډول سیاسي بهیر چې د ښځو حقوق تر پخو لاندې کوي مخنوي وکړي.

د اختلاف ماده د طالبانو سره د دولت له لورې د مزاکراتو مسله ده.

XS
SM
MD
LG