د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کی د بم په چاودنه کی پنځه تنه وژل شوي دي


په کابل کی د آطلاعاتو او کلتور په وزارت کی د بم په چاودنه کی پنځه تنه وژل شوي دي.

افغان مامورین وایی چی نن د پنجشنبې په ورځ په کابل کی د اطلاعاتو او کلتور د وزارت په ودانۍ کی د ځان مرگه د بم په چاودنه کی پنځه تنه مړه شوي او لږ تر لږه ٢١ کسان زخمي شوي دي.

د کابل د پولیسو جنایي آمر علي شاه احمد زی وایی چی دې چاودني د آطلاعاتو او کلتور د ودانۍ یو دیوال نړولی دی.

د طالبانو یوه نطاق وویل چی دا حمله درو تنو طالبانو کړې ده . هغه وویل چی په حمله کونکو کی دوه تنه یې تښتیدلي دي.

پرون د چهارشنبې په ورځ د امریکا د اردو مامورینو ویلي وو چی دوی د افغان حکومت د هغو هلوځلو ملاتړ کوی چی غواړی د طالبانو سره خبرو ته کښیني ، مگر هغوی وایي چی دوی به د طالبانو د مشر ملا محمد عمر سره خبري ونه کړی.

ملا محمد عمر مخکی له دې چی د امریکا په مشري قواوي د طالبانو رژیم را نسکور کړی، بن لادن ته په افغانستان کی پناه ورکړې وه.

د امریکا چارواکي وایی چی دوی د ځینو طالبانو سره د مذاکراتو په باب ددې د پاره غور کوی چی په هغه ملک کی آرامي راشی.

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي تیره میاشت د ملا محمد عمر نه وغوښتل چی د خپلو وطنوالو د وژلو نه لاس واخلی او ملک ته را ستون شی او د سولي او امنیت راوستو د پاره کار وکړی.

داسی فکر کیږی چی ملا محمد عمر د افغانستان او پاکستان تر منځ په کومه سرحدي سیمه کی پټ دی.

مگر د پنټگان یوه نطاق جییوف موریل وویل چی دا خبري یواځي د هغو طالبانو سره کیدا سی چی غواړی د افغان حکومت سره کار وکړی او د تشدد او حملو نه لاس واخلی.

XS
SM
MD
LG