د لاس رسي وړ اتصالات

په دمشق کې په زرگونو خلکو د امریکا د لوری د یو مرگوني برید پر ضد مظاهره وکړه


نن د سوریې په پایتخت دمشق کې په زرگونو خلکو د عراق سرحد ته نژدې خو د سوریې په خاوره کې د امریکا د لوری د یو مرگوني برید پر ضد مظاهره وکړه.

د دواړو هیوادونو ترمنځ د تشنج د زیاتیدو سره نن په سوریه کې د امریکا سفارت د امنیتي ستونزو له امله تړل شوی و.

د چهارشنبې په ورځ د امریکا د خارجه وزارت ویاند وویل چې سوریې ورته خبردارې ورکړې چې نومبر تر شپږمې دی په دمشق کې خپل یو ښوونځی او یو کلتوري مرکز وتړي.

XS
SM
MD
LG