پاکستاني چارواکي وایی چی یوه ځان مرگه بم چونکي په صوبه سرحد کې په پولیسو باندی په حمله کی په خپل ځان برسیره نهه تنه نور هم وژلي دي .
د مردان په ښار کې د پولیسو د ماموریت مخې ته په دغې حملې کې لږ تر لږه پنځه پولیس او درې ملکي خلک وژل شوي او تقریباً ٢٥ تنه ټپیان شوي دي.
د مردان د پولیسو مشر، اختر علي شاه خبریالانو ته وویل، له دفتر نه د وتلو په حال کې وو چې د چاودنې ږغ یې واورېدی. په چاودنه کې پخپله د پولیسو مشر ندی زخمي شوی.
تر اوسه هیچا ددغې حملې مسئولیت ندی اخیستی.
دا ښار هغي سیمي ته نژدې دی چی پاکستاني عسکر د څو میاشتو را پدې خوا د طالبانو او القاعدې د غړو سره جنگیږي .
د پاکستان د امنیتی چارو مامورینو پرون وویل چی دوی د مومندو په قبایلي سیمه کی د طالبانو یو مشکوک قوماندان نیولی او لږ تر لږه پنځه تنه نور یاغیان یې وژلي دي .
هغوی وویل چی دغه قوماندان ځان مرگو ته د بمونو جوړولو مواد ورکول او د سرحد ها خوا د افغانستان په خاوره کی یې د یاغیانو سره ارتباط درلود .