د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق د جگړې پخوانی قوماندان افغانستان ته لیږل شوی


هغه امریکایي جنرال چی د عراق د شخړو او جگړو په کمولو کی یې زیات اعتبار او شهرت گټلی دی ، په منځني ختیځ او مرکزي آسیا کی د ټولو امریکایي قواو قوماندان ټاکل شوی دی .

جنرال ډیویډ پیټریاس به په افغانستان کی د امریکا په ستراتیژۍ باندی له سره غور وکړی .

په عراق کی د هغه د یونیم کال ماموریت په وخت کی شخړي او جگړې ٨٠ فیصده کمي سوې او امریکایي قواو د هغه ملک په ډیرو سیمو کی کنټرول عراقي قواو ته وسپاره .

پیټریاس وایی چی د افغانستان جگړې بیخي بېلي جگړې دي ، مکر دی په دې نظر دی چی په ځینو حالاتو کی به د عین هماغو ستراتیژیو نه کار اخلي چی په عراق کی یې په کار اچولي وې .

په دې کی د یاغیانو د ځینو غړو سره د روغي جوړي خبري هم شاملي وې . هغه دغه راز په افغانستان کی هم د عراق په شان د زیاتو امریکایي عسکرو اچول غواړی .

مگر ځیني ماهران وایی چی افغانستان ته د ډیرو زیاتو امریکایي عسکرو استول به مخالفتونه زیات کړی . هغوی وایی چی افغانستان ته باید زیاتي خارجي مرستي ورکړه سی . پیټریاس غواړی چی په افغانستان کی د ډیرو خارجي ملکي مؤسسو تر منځ پیوستون او همکاري راسی .

هغه به دغه راز د پاکستانی مشرانو سره هم کار کوی چی په سرحدي سیمو کی د یاغیانو د پټیدو ځایونه پیدا کړی او له منځه یې یوسی .

XS
SM
MD
LG