د لاس رسي وړ اتصالات

سپینې مانۍ ته د رسیدو لپاره وروستۍ هلې ځلې


د امریکا د جمهوري ریاست انتخاباتو ته یوازي دوه ورځې پاتي دي او دواړه کاندیدان جان مکین او بارک اوباما د خپل کمپاین په وروستی مرحله کې مهمو ایالتونو ته سفرونو کړې دي.

دیموکرات کاندید بارک اوباما په نوادا، کلورادو، او میزوري کې غونډې وکړې.

تیر ځلې دې دریو واړو ایالتونو جمهوري غوښتونکې کاندید جورج بوش ته رای ورکړې وې.

د کلورادو ایالت ته د کاندیدی نه راپدیخوا د بارک اوباما شپږم سفر وو. په دې ایالت کې دواړه کاندیدان مساوي چانس لري.

بلخوا، جمهوري غوښتونکې کاندید د شنبه مهمه ورځ د پنسلوانیا او ورجینیا په دوو مهمو ایالتونو کې تیره کړه. ورجینیا په تاریخي ډول یو سور یعني جمهوري غوښتونکی ایالت دی.

په تیرو ۴۴ کالو کې هر ځلي جمهوري غوښتونکې کاندید ته رای ورکړې ده خو دا ځل د نظر پوښتنو او سروې گانو نه داسي ښکاري چې د بارک اوباما د گټلو امکانات هم په کې روښانه شوي دي او همدې ټکې جان مکین سخت وارخطا کړی دی.

د شنبې د ورځې په پای کې جان مکین د ان بي سي تلویزیون په یوه مشهوره تفریحي پروگرام کې برخه واخیسته. ددې پروگرام یوه ممثله تینا فې د جان مکین د مرستیالې سارا پیلین د پیښو په کولو خورا شهرت موندلی او د هغې خپرونه څو ملیونه لیدونکې لري.

بارک اوباما ماښام ناوخته په میزوري کې په یوه غونډه کې وینا وکړه او د تل په شان یې جان مکین یو ځل بیا د جوج بوش د دورې دوام وبللو.

بارک اوباما: "یویشت میاشتې کمپاین وشو او دری مباحثې وشوې خو جان مکین تر اوسه په دې نه دی توانیدلی چې ولس ته ووایي چې په اقتصادي چارو کې به دده کوم کار له جورج بوش نه توپیر ولري."

بارک اوباما زیاته کړه چې خلک د هغه په خلاف د جان مکین د تبلیغاتو نه خبر دي خو د جان مکین د اقتصادي پلان نه نه دي خبر او په دی یې فشار راوړ چې جان مکین اصلاً د اقتصاد د سمون لپاره هیڅ طرحه نلري.

بلخوا، سارا پیلین یو ځل بیا د بارک اوباما په اقتصادي طرحه باندې سختې نیوکې وکړې او هغه یې د امریکا د راتلونکې لپاره خطرناکه وبلله.

سارا پیلین وویل د اوباما د تیکسونو طرحه به د امریکا د ولس ارمانونه دړې وړې کړې. هغې یو ځل بیا د اوباما طرحه سوسیالزم وبللو.

جان مکین او سارا پیلین دواړه د بارک اوباما په اقتصادي طرحې باندې دا تور لگوي چې دی غواړې د ولس دارايي په خپله خوښه تقسیم کړې.

د دوی په دینا دا ډول پلان د امریکا د سرمایه دارې ټولنې د اساساتو سره په ټکر کې دی. جمهوري غوښتونکی گوند د یوه کوچني حکومت په فلسفه باور لري او په اقتصادي چارو کې د حکومتي لاسوهنې مخالفه دی.

اوباما په هغو کورنیو چې کلنی عاید یې تر دوه لکه او پنځوس زره لوړ وي او یا هم د یو کس عاید تر دوه لکه زیات وي، د مالیې یا تکس د زیاتولو او په هغو ټولو خلکو باندې چې کلنی عاید یې تر دې کم دی، د تیکس د کمولو طرحه لري.

شمالي کارولینا په تیرو دودیرش کالو کې هر ځل جمهوري غوښتونکې کاندید ته رایه ورکړې ده، خو دا ځل په دې ایالت کې چې تر اوسه کومې رایې اچول شوي دي، اوباما تر جان مکین مخکې دی.

د ټول هیواد په کچه په هغو ټولو ایالتونو کې چې د دواړو گوندونو ترمنځ د سختې سیالی اټکل په کې شوی دی، تر اوسه بارک اوباما مخکې دی او په ښکاره توگه د لومړني تور پوستي جمهور رئیس په توگه په دې هیواد کې د یو نوي تاریخي پړاو پیلولو ته چمتو ښکاري.

XS
SM
MD
LG