د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې دبنگله دېش دوه برمته شوی ماموران خوشی شول


هغه بنگله دېشی کارگران چې په افغانستان کې ترېوې اونی مخکی برمته شوی ول اوس خوشی شوېدی.

د بنگله دېش د کلېوالی پرمختگ دپروژو کومېټی ېا BRAC نن دېکشنبی په ورځ اعلان وکړ چې ددوی د سېمه ئېزو چارو دوه مدېران اختر علی او محمد شاهجهان علی د شنبی په شپه په غزنی کې خوشی شول.

دBRAC چارواکېو نن ووېل چې ددوی ماموران په کابل کې ددوی په دفتر کې دی اوپه خوندی ډول رارسېدلی دی. دغو چاروکېو دا ونه وېل چې ددوی برمته شوی

ماموران په کومو شراېطو باندی راخوشی شول. د طالبانو ېوه نطاق داخبره تائېد کړه چې دوی دوه تنه ماموران چې د اکتوبرپه ٢٣مه نېټه نېول شوی ول نن خوشی کړېدی.

د BRAC موسسه چې د بنگله دېش له خوانه په افغانستان کې کار کوی د ماېکرو فاېناس ېا کوچنېو مالی مرستو په پروگرام باندی له ٢٠٠٢ مالی کال راهېسی کارکوی چې د افغانستان له غرېبو خلکو او نور انکشافی پروگرامونو سره مرسته وکړی.

همدا رنگه نن دېکشنبی په ورځ ناټو ووېل چې ددوی عسکرو د افغانستان پنځه تنه عکسر د دوستانه ډزو په ترڅ

کې په کونړ کې زخمی کړل. ناټو په ېوه خبرلېک کې په دې کار باندی ژوره خواشېنی څرگنده کړه او وې وېل چې داېساف قواو په دغو عسکرو باندی د افغانستان د حکومت د مخالفېنو گومان کړی و.

XS
SM
MD
LG