د لاس رسي وړ اتصالات

برون: د مینځني ختیځ شتمن هیوادونه باید له نورو هیوادونو سره مرسته وکړي


د بریتانیې صدر اعظم گورډن برون پرون سعودي عربستان ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل چې د مینځني ختیځ شتمن هیوادونه باید له نورو هیوادونو سره د نړیوال اقتصادي کړکېچ څخه په راوتلو کې مرسته وکړي.

د بریتانیې صدر اعظم گورډن برون پرون مینځني ختیځ ته د خپل څلور ورځني سفر په ترڅ کې سعودي عربستان ته ورسېد چېرې چې به هغه قطر او متحده عرب اماراتو ته هم ولاړشي.

نوموړۍ هڅه کوي چې د اقتصادي کړکیچ سره لاس او گریوان هیوادونو لپاره نړیوالې مرستې زیاتې کړې.

برون کوښښ کوي چې چین او د مینځني ختیځ هیوادونه د نړیوال وجهي صندوق لپاره د لا زیاتو مالي مرستو لپاره وهڅوي، خو څېړونکي خبر داری ورکوي چې دغه هیوادونه به یواځي هغه وخت خپلې مرستې زیاتې کړي که چیري دوی ته په نړیوال اقتصادي نظام کې زیات واک ورکړای شي.

له دوو جگپوړو وزیرانو او د تجارتي شرکتونو له اوویشت جگپوړو چارواکو سره په خپل سفر کې برون دا پلان هم لري چې د مینځني ختیځ په هیوادونو د تېلو په بیو کې د ثبات راوستلو غږ وکړي.

له لندن څخه د روانیدو په وخت برون وویل د تېلو د بیو ټیټېدل او پورتکېدل د هیچا په گټه نه دي.

برون له چین او د مینځي ختیځ له هیودانو څخه غوښتي چې له خپلو خزانو څخه د نړیوال وجهي صندوق له لارې له ایسلینډ، هنگري، او یوکراین سره د ٣٠ ملیاردو ډالرو بېړنۍ مرستې وکړي.

پاکستان هم څو ورځې له مخه ویلي که چېري دوی له کومې بلې لارې د پنځو ملیاردو ډالرو مرستې ترلاسه نه کړي نو له نړیواله وجهي صندوق څخه به مرستې وغواړي.

گورډن برون دغه سفر د نړیوالو مشرانو د هغې غونډې څخه نږدې دوه اونۍ د مخه ترسره کوي چې په پنځلسم د نومبر به په واشنگټن کې د نړیوال اقتصاد د بیا په پښو درولو لپاره جوړ شي.

سعودي عرب دا وخت دري دېرش ملیارده ډالر او د تېلو تولیدونکي هیوادونه یا اوپیک، پنځه سوه نولس ملیارده ډالر په لاس کي لري.

XS
SM
MD
LG