د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال پټرېیس د امریکا د مرکزي قومندې د مشرتابه دندې په غاړه واخیستي


په عراق کې د امریکايي ځواکونو پخواني ستر قومندان جنرال ډېویډ پټرېیس د امریکا د مرکزي قومندې یا (سنټرل کمانډ) د مشرتابه دندې په غاړه واخیستي او هغه به نن مینځني خیتځ ته په سفر ولاړشي.

جنرال ډېویډ پټرېیس چاته چې د عراق د ژغورونکي په نظر کتل کیږي د امریکا د مرکزي قومندې د مشرتابه دندې په غاړه واخیستې او د مینځني ختیځ د شا او خوا سیمو کې د شخړو د هواري او د ثبات د رامینځته کولو لپاره یې د پوځي حل لارې سربېره د نورو لارو سنجولو ژمنه وکړه.

د فلوریډا ولایت د ټیمپا خلیج د شنو اوبو په غاړه ځلیدونکي لمر ته دغه څلور ستوري جنرال نه یواځي د عراق او افغانستان ستونزې په گوته کړې بلکه د مصر، لبنان، سوریې، ایران، پاکستان او د مینځي اسیا په ستونزو هم وغږېدو.

د مرکزي قومندې د مشرپه حیث په لومړي سفر کې به نوموړی مینځني ختیځ ته ولاړشي او په لار کې به هغه په زروي وسلو سنبال د امریکا ملگري هیواد پاکستان کې هم تم شي، چې له اقتصادي او د اسلامي بنسټپالني له ستونزو سره مخامخ دی.

جنرال پټرېیس د مرکزي قومندې د مشرتابه دندې له جنرال مارټن ډیمپسي څخه په خپله غاړه واخیستې څوک چې د مارچ په میاشت کې له هغه وروسته ددغه مرکز موقت مشر جوړ شوی و کله چې سمندري سترجنرال ویلیم فالن ناڅاپه استعفا وکړه.

د امریکا ددفاع وزېر رابرټ گېټس د ښاغلي پټرېیس خدمتونه په دې ډول وستایل:

"تاریخ به هغه زمونږ د ملت د جگړې د ډگر د سترو قومندانانو په جملې کې یاد وساتي. هغه د خپل وخت یو وتلی او پوه پوافسر دی، او په دقیقه داسې کس چې مونږ په دې قومندې کې هم داوخت ورته اړتیا لرو."

پټرېیس د یو داسې کس په حیث ستایل کیږي چې د عراق جگړه یې په داسې حال کې سړه کړه چې په کال ٢٠٠٦ کې نږدې و چې په یوې سترې کورنۍ جگړې بدله شوې وه.

پټرېیسن بیا بیا وايي چې په د عراق مبارزه اوږده، سخته او تراوسه پای ته نه ده رسېدلې.

پټرېیس: "دا څرگنده چې په راتلونکو میاشتو او کلونو کې به د ټلوالې د هیوادونو د هغو غوښتولو ښځینه او نارینه عسکرو په اوږو چې د مرکزي قومندې په سخت لاره کې دندې ترسره کوي، نور هم مسولیتونه ولویږي. او له دوی سره یو ځل بیا گډ کار کول یو ویاړ دی."

مرکزي قومنده د مصر څخه نیولې تر مینځني ختیځ او بیا تر مینځني اسیا پوري د نږدې څلویشت هیوادونو سره پوځي اړېکې اداره کوي.

پټرېیس ویلي چې امکان شته چې د افغانستان جگړه به نوره هم اوږده او ستونزمنه شي

XS
SM
MD
LG