د لاس رسي وړ اتصالات

په بغداد کې د سړک د غاړې د یوه بم په چاودیدو، دوه تنه ملکیان ټپي شوی دی


پولیس وایی د یکشنبې په روځ د بغداد په ختیځ کې د سړک د غاړې د یوه بم په چاودیدو، دوه تنه ملکیان ټپي شوی دی.

دا چاودنه د بغداد د میشتال په نوم سیمه کی د موټرو د تگ را تگ په وخت په گڼه گوڼه کې وشوه.

د چادونې له امله د سړک په څنډه کې یوه لویه کنده جوړه شوه.

تر اوسه ددې پیښې په اړه نور تفصیلات ندي خپاره شوی. دا چادونه په امریکا کی له عمومي انتخاباتو نه دوه ورځی مخکی پداسې حال کی تر سره کیږي چی د انتخاباتي مبارزی د بحث مهمه مسئله په عراق کی جنگ گڼل کیږي.

XS
SM
MD
LG