د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې انتخابات او د روسیی او امریکا تر منځ اړیکی


په امریکا کې د جمهوري ریاست عمومي انتخاباتو نه وروسته د نوي مشر په ټاکل کیدو د روسیی او امریکا تر منځ د اړیکو بیا پیل ته لاره خلاصیږي خوهیڅ څوک د عاجلو سمدستي حسنه اړیکو د رامنځ ته کیدو تمه هم نشي کولای.

په خاصه توگه کله چې روسیه گوري دواړه کاندیدان د خپل انتخاباتي کمپاین په ترڅ کې، څنگه پر روسیی باندې سختې نیوکې کوي پداسې حال کې چی اوسني حالات هم د روسیې او امریکا تر منځ اوضاع لا کړکیچنه کړې.

کله چې د امریکا جمهور رئیس او د روسیی پخواني مشر ولادمیر پوتین په یو دپاسه دوه زرم کال کی سره ولیدل نو د ملگرو په شان شول خو اوه کاله وروسته د خبری کنفرانس په ترڅ کی د دواړو مشرانو ترمنځ د نظر اختلافات له ورایه تر سترگو کیدل.

XS
SM
MD
LG