د لاس رسي وړ اتصالات

یوگندا یاغیانو د کانگو د ډیموکراتیک جمهوریت په شمالی ښارگوټی حمله وکړه


یوگندا یاغیانو د کانگو د ډیموکراتیک جمهوریت په شمالی ښارگوټی د شنبی په ورځ حمله وکړه.

د ملگرو ملتونو اداری نن وویل چی د لار د مقاومت پوځ یا ایل آر ای او د کانگو د حکومتی عسکرو ترمینځ جگړه کی نهه کسه مړه شول.

د کانگو په ډیموکراتیک جمهوریت کی د ملگرو ملتونو د اداری نطاق وایی چید دیرشو نه تر پنځوسو پوری یاغیانو د دنگو په کلی حمله وکړه.

د ایل آر ای یاغیان د شلو کالو راهیسی د یوگندا د حکومت پرخلتاف جنگیږی.

دغه یاغیان سیمی ته گواښ گڼل کیږی چی په کانگو ، سودان او د افریقا په مرکزی جمهوریت کی کی مرکزونه جوړوی او خلک تښتوی.

XS
SM
MD
LG