د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي مالي بازارونه نن د پرانستلو په وخت لوړ شوي وو


اروپايي مالي بازارونه نن د پرانستلو په وخت لوړ شوي وو او دوی د اسیايي تبادلو بهیر چې په تیرو هفتو کې پیل شویدی تعقیب کړی دی.

داسې اټکل کیږي چې نن د امریکايي اسهامو بیې هم راوخیژي.

داسې څرگندیږي چې پانگه والو د حکومتونو د هغو اقداماتو په وړاندې چې د بین المللي مالي بحران د حل لپاره اعلان شوي یا هیله یې کیږي مثبت عکس العمل ښودلی دی او د وضعې د استقرار په هیله د اسهامو په پیریدلو بنا کړیده.

جنوبي کوریا اعلان وکړ چې یوولس ملیارده ډالر مالیه کموي او په مصرف یې رسوي تر څو په راتلونکي کال کې اقتصاد وده وکړي.

تیره هفته ددې هیواد حکومت د ربحې اندازه په بې سارې اندازه کمه کړه.

د هانکانگ، هند او استرالیا شاخصونه د ربحې د کمیدلو په سبب وختل.

XS
SM
MD
LG