د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د مرستو ېو خارجی مامور برمته شوې دی


افغان چارواکی واېې چې نامعلومو ټوپک والاو د فرانسی ېومامور په کابل کې نن ددوشنبی په ورځ برمته کړېدی.

د برمتی په دغه پېښه کې هغه افغان چې کوشش ېې کاوه دغه فرانسوی وژغوری ووژل شو.

چارواکی واېې چې د فرانسی دوه تبعه پرسړک باندی روان ول چې وسله والو ېې دبرمته کولو کوشش وکړ.

چارواکی واېې چې ېوه خارجی په منډه ځان خلاص کړ خو حمله کووونکېو هغه بل په زورباندی موټر ته وخېژاوه.

عېنی شاهدان واېې چې ېوه افغان کوشش وکړ چې په دې کار کې مداخله وکړی خو ټوپک والاو په هغه ډزې وکړې او مړ ېې کړ.

رپوټ واېې چې دغه سړی د استخباراتو دادارې موټر وان و. رپوټ واېې چې جناېې ډلې لگېا دی د خارجېانو د نېولو عملېاتو ته ېې زور ورکړېدی.

جناېت کاران غواړی چې په دې توگه د بونگې پېسی لاس ته راوړی او په بدل کې ېې خپل برمته گان خوشی کړی.

همدا شان، په پاکستان کې ېو بل عالېرتبه افغان برمته شوېدی.

د افغانستان پولېس واېې چې نامعلومو کسانو په شمال غربی پاکستان کې د افغانستان حکومت ېو سلاکار هغه وخت برمته کړېدی چې هغه په ېوه سر حدی ښارکې دخپلوانو لېدلو ته ورغلی و.

چارواکی واېې چې اختر کوهستانی د افغانستان د کلېو د انکشاف د وزارت سلا کارد خپلې خوسرگنی په کورکې د پاکستان د چترال په ښارگوټی کې د ېکشنبی په ورځ ناوخته برمته شو.

د هغه د برمته کېدلو مسوولېت هېچا په غاړه ندی اخېستی.

د تېرې جمعی په ورځ د افغانستان د مالېې د وزېر ورور په شمال غربی پاکستان کې هغه وخت برمته شو چې د خپلې کورنې د ېوه غړی ملاقات ته ورغلی و.

چارواکی واېې چې ضېا الحق احدی د پېښورد حېات اباد له سېمی نه د نامعلومو کسانو له خوانه برمته شو.

رپوټ واېې هغه د تجارت کاروبار کاوه.

د سپتمبر په مېاشت کې دا فغانستان ېو عالېرتبه دېپلومات چې په پاکستان کې ېې کارکاوه په همدغه سېمه کې برمته شوی و. هغه تر اوسه پورې ندی خوشی شوی او چارواکی ورپسی لټه کوی.

XS
SM
MD
LG