د لاس رسي وړ اتصالات

د اندونېزېا د بالی په بم چونو کې د درې محکومانو د اعدام فېصله


د اندونېزېا سترې محکمی دهغو دری مسلمانانو د کورنېو له خوانه د مرافعی غوښتنه په وروستېو شېبو کې رد کړله چې غوښتل ېې د هغوی د اعدام سزا کمه کړی شی.

دغه مسلمانان په ٢٠٠٢ مېلادی کال کې د بالی په بم چونو کې لتاړ وو او اوس په مرگ محکوم شوېدی.

د سترې محکمی قاضی نن ددوشنبی په ورځ ووېل چې دا دری واړه امروزي نورهاشم، علی غفران، او امام سمودرا ډېر کوششونه کړېدی چې له اعدام کېدلو نه ځانونه وژغوری.

چارواکېو ددغودری واړو د اعدام حکم د شنبی په ورځ صادر کړېدی.

د اعدام د حکم په صادرولو کې کومی خاصی نېټی ته اشاره نده شوې خو د اندونېزېا محکمه په مرگ محکومو بندېانو ته دهغوی داعدام لپاره دری ورځی وخت ورکوی.

د اندونېزېا حکومت واېې چې د هغوی د اعدام لپاره دنومبر د مېاشتی اولی شپې ورځی ټاکل شوېدی.

دغه کسان په دې جرم په مرگ محکوم شوېدی چې په ٢٠٠٢ مېلادی کال کې ېې د بالی د نڅا په کلبونو کې د بم چونو پلان جوړ کړی و. په هغو بم چونو کې ټول ټال ٢٠٢ کسان ووژل شول.

په دې جمله کې ٨٨ کسان د استرالېا سېلانېان ول.

رپوټ واېې چې دادری واړه محکومان به په گولېو ووېشتل شی.

دغه دری واړه کسان د نوساکاما بانگان د ټاپو زندان ته انتقال شوېدی. دغه ځای د جاوا د ساحل نه وړاندی دی.

د هغوی دری واړو په پلرنی ښار کې ېو موقتی مېدان جوړ شوېدی چې د هغوی مړی ښاېې په هېلېکوپټر کې د هغو خپلوانو ته ولېږل شی.

دغو محکوم شوو بم چوونکېو خبرداری ورکړېدی چې که دوی اعدام شول نو ښاېې چې نور اسلامی جگړه ماران د بدل اخېستلو په خاطر عملېات وکړی.

استرالېا خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړېدی چې چې اندونېزېاته غېر ضروری سفرونه بند کاندی، ځکه چې پر سېلانېانو باندی د ترهگری دحملو خطر ډېر زېات دی.

رپوټ واېې چې په اندونېزېا کې معمولا اعدام په نېمه شپه باندی سرته رسېږی او عام خلکو ته مخکی له مخکی نه خبرداری نه ورکول کېږی.

XS
SM
MD
LG