د لاس رسي وړ اتصالات

د امرېکا جنرال ډېوېډ پېټرېېس کابل ته تللی دی


د امرېکا جنرال ډېوېډ پېټرېېس کابل ته په دې خاطر تللی دی چې له ېاغېانو سره د جگړی ارزونه وکړی.

د امرېکا جنرال ډېوېډ پېټرېېس کابل ته رسېدلی دی چې د مرگ ژوبلې د زېاتېدو په وخت کې د له ېاغېانو سره د جگړی ارزونه وکړی.

جنرال ډېوېډ پېټرېېس تېره اونی په منځنی ختېځ او مرکزی اسېا کې د امرېکا د قواو قوماندان وټاکل شو.

دا لومړی ځل دی چې هغه افغانستان ته سفر کوی. په دې وخت کې د امرېکا د عسکرو د مړو شمېر تر بل هر وخت نه زېات دی.

پر دی سر بېره په دې نېژدی وخت کې د ېاغېانو په حملو کې هم پرخارجې قواواو هم پر افغان حکومت باندی زېاتوالی راغلی دی.

واشنگټن هېله من دی چې جنرال پېټرېېس به ېوشمېر هغه تاکتېکونه په افغانستان کې هم عملی کاندی چې په عراق کې ېې عملی کړی ول.

په عراق کې د مرگ ژوبلی د ناڅاپې کمېدو امتېاز جنرال پېټرېېس ته ورکړل شوېدی.

په ېوه بل خبر کې افغان چارواکي وايي، دوو وسله والو چې پر موټر سایکل سپاروه ول، د کندهار په ولایت کې ېې د استخباراتو د ریاست پر مرستیال عزیزالله نوري باندې ډزې وکړي او وې واژه.

دغه پیښه د دوشنبې په ورځ شوې او حمله کوونکي ندي نیول شوي.

افغان اسلامي آژانس خبر ورکړی چې د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ددغې حملې مسئولیت اخیستی دی.

په دې وروستیو شپو ورځو کې په کندهار کې پر حکومتي چارواکو باندې حملې زیاتې شوي دي. له بلې خوا، پرون د هلمند د سنگین په ولسوالۍ کې د ناټو قواوو پر هغه موټر ډزې کړي چې د تالاشۍ پوستې پر لورې تیر راروان وو.

د ډزو په نتیجه کې په موټر کې سپور یو افغان زخمي شوی دی.

XS
SM
MD
LG