د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا انتخابات - لومړني رای ورکونکي


د امریکا د نیوهامشر د ایالت د دوه و کوچنیو ښارونو اوسیدونکي لومړني هغه کسان و چې د انتخاباتو په ورځ یې د نوي جمهور رئیس د ټاکلو دپاره لومړنۍ رایئ واچولې.

د اوږد تاریخي دود له مخې د دیگزویل ناچ او هارتس په نوم د رایی اچونې لومړڼي مرکزونه د شپې په دولسو بجو پرانستل شول.

د معمول وخت نه څو ساعته مخکې درایه اچونی لړۍ په ټول هیواد کی پیل شویده.

دغه نوي دود ته د نولسوه اته څلویښتم نه را پدې خوا لاره د اورگاډو د ستېشن د کارکونکو دپاره د اسانتیاو په مقصد را منځ ته شو.

بل پلو، د دیموکرات گوند د کاندید برک اوباما ناروغه نیا پرون مړه شوه.

هغی د عمومي انتخاباتو د تر سره کیدو څخه یوه ورځ مخکی سا ورکړه چې پکی د هغې د لمسي د راتلوونکې په اړه مهمه پریکړه کیږي چی ایا دی به د امریکا جمهور رئیس شي او که نه؟

سناتور اوباما د خپلی شپږ اتیا کلنې نیا مدلېن دن هام د تلین خبر د خپل کمپاین په وروستی ورځ د امریکا په ختیځو ایالتونو کې د خلکو سره د غونډی په ترڅ کی شریک کړ.

هغه په تیره میاشت د انتخاباتي مبارزې کمپاین د دوه ورځو دپاره وځنډاوه او هوایی ته د هغی لیدلو ته ورغې. هغی د سرطان د مرض ناروغي درلوده.

XS
SM
MD
LG