د لاس رسي وړ اتصالات

امرېکاېان نوی جمهور رئېس انتخابوي


نن د سه شنبی په ورځ د امرېکا خلک خپل نوی جمهور رئېس ټاکی چې د اوسنی جمهور رئېس جورج ډبلېو بش ځای ونېسی. ښاغلی بش دتېرو اتو کلونو راهېسی ددی ملک جمهور رئېس دی.

د امرېکا په ٥٠ اېالتونو کې تر نېماېې نه زېاتو کې اوس دراېو ورکول دوام لری.

په واشنگټن ډي سي کې هم راېې ورکول جاری دی او خلک په اوږدو کتارونو کې ولاړ دی.

رپوټ واېې چې داخبره ډېره عامه ده او له بلی خوانه داسی اټکل کېږی چې تر پخوابه ډېر زېات خلک د امرېکا په مختلفو برخو کې د راېو اچولو حوزو ته ولاړشی او په راېو اچولوکې به برخه واخلی.

د دېموکرات گوند سناتور اوباما او د جمهوری گوند سناتور جان مکېن نېژدی له دوو کلونو راهېسی په انتخاباتی مبارزه باندی بوخت دی او هرېو ېې هېله من دی چې د راتلونکی کال د جنوری په شلمه نېټه د جمهوری رېاست لپاره د وفاداری لوړه وکړی.

که چېری سناتور اوباما انتخاب شی نو دی به د امرېکا اولنی افرېقاېې الاصله امرېکا ېې وی چې د جمهوری رېاست مقام ته وټاکل شی.

که چېری د جمهوری گوند جان مکېن انتخاب شی نو دی به په امرېکا کې ترټولو زوړ جمهور رئېس او د هغه مرستېاله سېره پېلن به په امرېکا کې اولنی ښځه وی چې د جمهوری رېاست مرستېالۍ ته انتخاب شی.

سناتور اوباما چې په انتخابی مبارزه کې د سروی گانو په اېساب مخکی روان دی له خلکو سره ېې داو عده کړېده اقتصادته به پرمخ بوزی او مالېه به د اکثرېت امرېکا ېانو لپاره راکمه کړی.

براک اوباما واېې چې دا هېواد د جورج بش ادارې د پالېسیو نه وروسته اوس ېوه بدلون ته ضرورت لری.

دی واېې چې دهغه دادارې پالېسۍ په خلکو کې مقبولېت نلری.

سناتور جان مکېن واېې چې دی د کلونو کلونو تجربی لری او په دې ډول دی د امرېکا د ملی امنېت په څېر مساېلو کې ښه کاندېد دی.

هغه دا وعده هم کړېده چې دی به د نوو کارونو او نو و وظاېفو د پېدا کولو او اقتصاد د انکشاف او پرمختگ پالېسی غوره کاندی چې ددی هېواد اقتصاد بېرته په خپلو پښو باندی ودرېږی.

XS
SM
MD
LG