د لاس رسي وړ اتصالات

د اېران پارلېمان ددغه هېواد د کورنېو چارو وزېر له کار نه برطر ف کړېدی


د اېران پارلېمان ددغه هېواد د کورنېو چارو وزېر علی کردان په دې باندی له کارنه بر طرف کړېدی چې داېې ومنله چې دی د برتانېې د اکسفورد د پوهنتون جعلی شهادتنامه لری.

د اېران د پارلېمان په ٢۴٧ راېوکې ١٨٨ راېېې دهغه پرخلاف واچول شوی چې له کار نه ېې بر طرف کاندی.

ددې اونی په سر کې محمود احمدی نژاد د اېران مطبوعاتو ته ووېل چې دی د دغو اقداماتو خلاف دی. خو هغه دا هم ووېل چې دی پارلېمان ته د حکومت دېوه شرېکبآڼی په سترگه گوری.

د علی کردان برطرفېدلو ته نقادان په دې نظر گوری چې دا د احمدی نژاد ناکامی ده ځکه چې دهغه معتدل نقادان له ېو شېمر سخت درېځو سره د علی کردان په برطرفې کې ملگری شول.

دا حرکت جمهور رئېس دېته نېژدی کوی چې د خپلې ټولی کابېنی په برخه کې له پارلېمان نه منظوری وغواړی.

د اېران قانون دا تقاضا لری چې که له نېماېې نه زېاته کابېنه تعوېض شی نو دپارلېمان منظوری به اخېستل کېږی.

د کردان برطرفی د اېران په ٢١ کسېزه کابېنه کې لسم بدلون دی.

علی کردان دا منلی ده چې هغه دبرتانېې د اکسفورد دپوهنتون جعلی شهادتنامه استعمالوله چې د پارلېمان منظوری تر لاسه کړی او د اگست په مېاشت کې د اېران د کورنېو چارو وزېر شی.

په دغه وظېفه کې د امنېت او انتخاباتو د څارنی مسوولېتنونه شامل دی. انتخابات به په اېران کې په راتلونکی کال کې وشی.

XS
SM
MD
LG