د عراق پولیس وایی چی په دوه جلا جلا چادونو کی د عراق په پایتخت بغداد کی یولس کسان وژل شویدی.
پولیس وایی چی دی خونړیو چاودنو کی چی یوه یی د سرویس موټرو په تم ځایی کی شویده اووه کسان ووژل.
بله چاودنه د بغداد په شمالی برخه کی د سړک په غاړه وشوه چی څلور کسان پکی مړه او اته نور ژوبل شول.
همدا راز نن د امریکا پوځ ویلی چی عراقی عسکرو په تیرو څو هفتو کی د بغداد په صدر ښار کی زیاته اندازه وسلی نیولی دی.
امریکایی پوځ وایی چی عراقی قواو په دی عملیاتو کی د هاوان گولئ لاسی بمونه چادویدونکی مواد د راکټ مرمئ او نور شیان موندلی.
د امریکا د پوځ نطاق وایی چی د عراق د
عسکرو دا عملیات ډیر د ستایلو دی چی په دومره لویی مقدار کی یی مهمات
نیولی دی.