د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي د امریکا نوي ټاکل شوي جمهور رئیس ته مبارکي ورکړه


د افغانستان جمهور رئیس، حامد کرزي، نن د ارگ په ماڼۍ کې خبریالانو ته د خطاب پر مهال د امریکا نوي ټاکل شوي جمهور رئیس ته مبارکي ورکړه.

ښاغلي کرزي د امریکا د خلکو له لورې د جمهور رئیس په توگه د براک اوباما انتخاب د نوي عصر په لور یو گام وباله.

ښاغلي کرزي وویل چې د افغانستان خلک به پدی انتخاب سره د قوم، سمت او ژبی له مخې انتخاب معیار ونه ټاکي.

کرزي زیاته کړه چې اوباما دی په افغانستان کې د ترهگرۍ خلاف جگړې سترتیژۍ کې بدلون راولي او داسی لاره دی رامنځ ته کړي چې افغانستان ته سوله راولي.

او د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو ورځ په افغانستان کې میشتو امریکایي عسکرو ته چې د جبهې په لومړی کرښه کې دي، د نورو ورځو په شان وه.

خو د ټاکنو نتایجو ته سترگې په لار وو.یو شمیر عسکرو د کنړ په څوکۍ ولسوالۍ کې په خپله پوځي قطعه کې، عملیاتو ته د تلو پرمهال د یو تلویزیون د لارې د امریکا د انتخاباتو بهیر کتو.

د افغانستان په وخت د چهارشنبې په ورځ د شپې په یوولسو بجو د لږ وخت لپاره د اسوشیتید پرس خبري اژانس د انتخاباتو د نتایجو په اړه رپوټ ورکړ او څرگنده یې کړه چې براک اوباما د ٣٣٨ هیات رایو په گټلو بریالی دی.

ټوري طهماس چې د پرسونل قوماندان دی وی ویل هیڅ باور یې نه کاوه چې یو افریقایې امریکایې جمهور رئیس دی ولري.

یو بل عسکر وویل دواړه کاندیدان د اردو پیاوړ تیا غواړي او افغانستان ته د نورو عسکرو لیږلو ملاتړ کوي.

براک اوباما او د هغه مرستیال جو بایډن به د لوړی مراسم د جنوري په شلمه ترسره کړي.

بل پلو، د امریکا اردو نن چهارشنبې وویل چې دوی د افغانستان په جنوب کې د همدې اونۍ په بمبارد کې د د ملکي خلکو د وژل کیدو پر رپوټونو غور کوي.

په قندهار کې د یو کلي اوسیدونکي وایې چې د سه شنبې په ورځ د واده په مراسمو باندې د امریکایي ځواکونو په هوایې بمبارد کې یو شمیر ملکي خلک وژل شوي دي.

بلخوا، د امریکا د اردو مرکزي قوماندان جنرال دیوید پیتریس د سه شنبې په ورځ کابل ته رسیدلې او غواړي چې د وسله والو مخالفینو په وړاندې د جگړې په هڅو کې مرسته وکړي.

په عېن وخت کې د امرېکا پوځ د افغانستان په ختېز کی دهغو دوو محلی افغان مامورانو د محاکمې غوښتنه کړی ده چه د نهو امرېکاېې عسکرو په وژلو کې ېې د طالبانو سره په پټه توگه په کومک کولو باندی تورن کړی دی.

د امرېکا د پوځ ېو راپور واېې چه د کونړ په ولاېت کې ېوه ولسوال او د امنېې قوماندان دواړو د نورستان په ولاېت کې د ناتو د قواو په ېوه پوسته باندی د حملی په وخت سږکال دجولاېې په دولسمه د طالبانو سره لاس ېو کړی ؤ چه نهه امرېکاېې عسکر ېې ووژل.

راپور واېې چه اولسوال او د امنېی قوماندان د کلی خلک دمخکی نه خبر کړی ؤ چه دکورونو نه ووځی.

امرېکاېې قوماندانان واېې چه ددی حملی نه وروسته ېې د نوموړې ولسوالئ د امنېې قوماندانئ نه ډېری وسلی ونېولی.

د انگلستان د دفاع وزارت واېې چه د دښمن په ډزو کې ېې ېو عسکر د هلمند په ولاېت کی د نظامی عملېاتو په دوران کی وژل شوی دی.

XS
SM
MD
LG