د لاس رسي وړ اتصالات

براک اوباما، د امریکا راتلونکې جمهور رئیس - د نړئ عکس العمل


د براک اوباما کنیایي کورنۍ د چهارشنبې خوښي څرگنده کړه چې اوباما د لومړني افریقایي الاصله امریکایي په توگه د امریکا راتلونکې جمهور رئیس ټاکل شو.

د کنیا په لویدیځه څڼډه د کوجیلو په نوم کلي کې چیرته چې د دیموکرات کاندید پلار زیږیدلې و امنیتي کسانو د مطبوعاتو د ډلې چې غوښتل یي په دغه کلی کې د اوباما د نیا سارا سره وگوري مخه یې نیوله.

خو دغه کلیواله ښځه او نور خپلوان یې بهر راووتل او د هغه خاورې د بچي د بریالیتوب د خوښۍ اظهار یې وکړ.

د کېنېا جمهور ر ېس ماوی کېباکی په ټول ملک کی د اوباما د برېالېتوب په وېاړ نن ورځملی رخصتی اعلان کړی ده.

په ټوله افریقا کې چې براک اوبامه پکې زیات مشهور شوی ډیر خلک یا تر سهاره ناست وو او یا هم د چهارشنبې په سهار وختي د امریکا د انتخاباتو نتایجو اوریدو ته غوږ وو.

او په امریکا کی د تاریخي اعلان ترڅنگ چې براک اوباما به د امریکا څلورڅلویښتم جمهور رئیس وي، په ټول هیواد کې په زرگونو خلکو کوڅې ډکې کړې وې او په خوشحالی او ځوگ سره یې مراسم لمانځل.

په واشنگټن ډي سي کې په سلگونو خلک د لفایت پارک کې د سپینې ماڼۍ شا وخوا راغونډ شوي وو او د موږ کولې شوو موږ کولې شوو او اوباما اوباما نارې یې وهلې.

ددی گډونوالو زیات شمیر ځوانان و چې په انتخاباتو کې یې پراخه ونډه درلوده او د اوباما په انتخاب کې یې هم مهم رول ولوبو.

د امریکا په نورو ښارونو کې هم دا ډول د خوښۍ مراسم ولمانځل شوو.

او د نړئ په گوښه گوښه کی په هر ځای کې عامو خلکو او سېاسی مشرانو د امرېکا د جمهوری رېاست په انتخاباتو کی د بارک اوباما د ټاکل کېدلو نه خپل ملاتړ څرگند کړی دی.

د جنوبی افرېقا جمهور رېس او د افرېقا د جنوبی حوزې د هېوادونو د پراختېا د ټولنې رېس گامېلا ماټلېنت نن ووېل چه د افرېقا اولس د اوباما په برېالېتوب باندی وېاړی او هېله لری چه گټوری اړېکی به ورسره ولری.

د اروپاېې اتحاد د کمېسون رېس هوزی مانېول باروسو هم ښاغلي اوباما ته مبارکی ورکړه او هېله ېې وکړه چه د اوباما تر مشرئ لاندی به د ېوې نوې نړئ لپاره په ېوه نوی لاره باندی حرکت شروع شی.

د فرانسې جمهور رېس نېکولاس سرکوزی بارک اوباما ته خپله مبارکی ورکړه او په فرانسوی ژبه ېې د بارک اوباما دا شعار تکرار کړ چه هو که وغواړو مونږ هر څه کولی شو.

د افغانستان جهمور رېس حامد کرزي هم بارک اوباماته مبارکی ورکړی ده او هېله وکړه چه د امرېکا د جمهور رېس په توگه د ېوه تور پوستی امرېکاېې ټاکل کېدل ېوه نوی دوره رامنځ ته کړی او نور به خلک د نژاد او قومېت په اساس نه وېشېل کېږی.

په واشنگټن کې د پاکستان د سفارت ېوه اعلامېه واېې چه جمهور رېس اصف علی زرداری هېله لری چه د امرېکا او پاکستان دوه اړ خېزی اړېکې به د امرېکا د نوی مشر د حکومت په دوران نورې هم پېاوړی شی.

XS
SM
MD
LG