د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په نا ارامه قبائیلي سیمو کې په زرگونو خلکو مظاهرې وکړې


د پاکستان په نا ارامه قبائیلي سیمو کې په زرگونو خلکو د هغوئ په سیمو کې د امریکا له لورې د هوایې بمبارد ضد مظاهرې وکړې.

څه ناڅه څلورو زرو قبائلي خلکو د افغانستان پولې ته نژدې د جنوبي وزیرستان په واڼه سیمه کې د امریکا له لورې د میزایلو وروستي بریدونه وغندل.

قبائیلي خلکو گواښ وکړ چې که چیرته حکومت نه شي کولې چې د امریکا د دی بریدونو مخه ونیسي نو دوی به د حکومت سره هغه تړون مات کړي چې په سیمه کې د میشتو ځواکونو په وړاندې بی طرفه اوسي.

د مظاهرې سره سم د پاکستان صدر اعظم یوسف رضا گیلاني د امریکا راتلونکي جمهور رئیس ته خبر دارې ورکړ چې هرڅه ژر دی د پاکستان دننه د توغندیو بریدونه بند کړی که نه نو دا ویره شته چې د القاعدې او طالبانو پرضد جگړه وبایلي.

د گیلاني دا څرگندونې ښکاره کوي چې د سخت دریځو په وړاندې جگړه د امریکا د نوي جمهور رئیس لپاره ستونزي دي چې ورسره به مخ کیږي.

XS
SM
MD
LG