د لاس رسي وړ اتصالات

د بن د موافقو اصلي طراح څوک دی؟


ولی د افغانستان د چارو ځنی داخلی او خارجی څارونکی د افغانستان ددی روان بحران ملامتی د بن په موافقو اچوی؟

د بن د موافقو طراح چه اصلا د افغانستان د پخوانی باچا محمد ظاهرشاه د سولی د پلان طراح هم دی، د امریکا غږ اشنا راډیو سره په اختصاصی مرکی کی وویل چه د بن موافقی په هراړخیز ډول طرح شوی وې، خو متاسفانه لکه څنگه چه لازمه وه ، هغسې عملیشویندی.

اوس څنگه؟ چاره شته؟ هو!

ډاکتر وحید وحیداله چه په ملگرو ملتونو کی په خپل ١٥ کلن کی ماموریت د نړی په جنگ ځبلو هیوادونو کی د سولی اوبیا رغوونی د پلانونو په جوړولو کی ډیره تجربه لری، وایی په افغانستان کی د روانی وضع د ختمولو او د بن د موافقو د هراړخیزه عملی کیدلو د تضمین له پاره یی داسی نوی طرح جوړه کړیده چه اصلی محوریی د افغانستان دخلکو لویه جرگه ده.

ډاکتر وحید وحیداله چه اوس یی د افغانستان د بحران د ختمولو، او په ملک کی د یو پراخ بنسټه منتخب حکومت د جوړیدو دپاره نوی طرح جوړه کړیده، وایی: دی هغه مهندس ته ورته دی چه گوری چه نقشه یی صحیح نه ده عملی شوی.

دی وایی په نقشه کی هرڅه سم سنجول شوی و، خو که چیری هم همغسی عملی شوی وای نو د امن اوکراری په برکت به نن ورځ په افغانستان کی سیاسی، اقتصادی او اجتماعی وضع داسی نه وی لکه چه ده.

ډاکتروحید وحیداله دا خبره رد کړه چه گوندی د بن د موافقو تاداو کوږ و.

"زه به تاسو ته یوه خبره وکړم چه هغه نه یواځی د شخړواو بحرانونو په حل کی صدق کوی بلکه د ژوند په هره برخه کی د یو پرنسیپ په حیث صدق کوی او هغه داده چه وایی، د هری عالی مفکوری اول نمبر دښمن د هغی غلط تطبیق دی. نو ځکه زه باید دا په زه زغرده او برالا، ووایمچه د بن په طرح کی نقص نشته ، نقص د هغی په عملی کیدو کی دی."

مثلا د بن د کنفرانس دری مرحلی او پنځه فقری درلودی او په ټولودغو مرحلو کی دا ټکی شامل ؤ، چه د افغانستان د قضیی ټولی ذیدخلی خواووی باید په کی گډون ولری.

"له بده مرغه یوډیرغټ نقص دا دی چه مونږه ونه شو کړی چه ټول هغه خلک چه نن ورځ په جنگ او مقاومت بوخت دی، د بن د موافقو د دریو مرحلو او پنځوفقرو په عملی کیدو کی شامل کړو. دغه ټکی چه د بن د موافقوجوهراو بنیاد ؤ، د موافقو خلاف عملی شو."

ولی دا کسان شامل نه کړی شول ؟ولی ددی بنیاد دا ستنه کږه شوه ؟ او ملامت څوک دی؟

اکتر وحید وحید اله وایی د بین الا فغانی خبرواتروفرهنگ دا نه ایجابوی ه اوس د چا ملامتی برالا شی، خبره داده چه خپل ټول پام اصلی مسلی ه واړو چه هغه د افغانستان د اوسنئ وضع او راتلونکی لپاره اوهمدا شان منطقی اونړیوالی ټولنی ته ډیراهمیت لری.

دی وایی د بن د موافقو د امضاکولو اوه کاله وشول ، مگرهغه امیدونه چه په اول کی دغی طرح په افغانستان کی د امن ، سولی او د بیا رغوونی له پاره افغان ولس او نړیوالی ولنی ته پیدا کړی وو، د هغو، عملی کیدل خولا په ځای پریږده، چه امنیتی سیاسی ، اقتصادی اواجتماعی وضع د بد نه هم بتره شوه.

نن سبا جنگ او دهشتگری مخ په زیاتیدو ده او د مسلی د حل د پاره د خلکو امیدونه متاسفانه په نا امیدی بدلیږی.

دبن د موافقواود افغانستان پخوانی باچا مرحوم ظاهرخان د دری فقره یی پلان طراح ، وحید وحیداله وایی چه د بن د موافقو دویم ټکی، اقتصادی مسله وه چه باید د خلکوپه ژوند کی ښه بدلون راوستې وې.

د کوکنارود کرپه ځای باید بزگرو سره داسی مرسته شوی وېچه هغوی پیاز، کچالو، وریجی اونوردغسی شیان کرلی وی او مونږه ورنه هغه محصولات په ښه بیه اخستی وې ، نوهغوی به د عاید منبع به یی پیدا کړی وې.

دغه طریقه به د کوکنارو د کرد ضرراو لگښتونو نه ډیره گټوره او ارزنه لویدلی وې او دغه ننئ مقاومت به اصلا مینځ ته راغلی نه وی . خو مونږه برعکس د هغوی په فصلونوتراکتورونه وگرځول او کیمیاوی مواد مو ورباندی وشنیدل.

هغه کسان چه کیدی شو، زمونږ طبیعی دوستان شی، هغوی مو په خپله په لوی لاس د هغو خلکو لمنی ته وغورځول چه مقاومت ته پاڅیدلی وو.

ډاکتروحید وحیداله وایی، همدغه سیاسی اواقتصادی برخورد مقاومت پیدا کړ.

ښاغلی وحیداله زیاته کړه چه دی مقاومت مونږه د بن د موافقود عملی کیدلو نه بلی خوا ته بوتلو، اود هری ورځی په تیریدو زمونږه اتکا د سیاسی اواقتصادی حل نه، په نظامی حل زیاته شوه، اواوضاع بی حده گډوډه شوه.

ډاکتروحید وحیداله وایی چه اوس، ده، په بشپړه توگه د بن د موافقود عملی کیدلو د تضمین له پاره داسی نوی طرح جوړه کړیده چه اصلی محور یی د افغانستان دخلکو لویه جرگه ده.

"زما د سولی په دی نوی پشنهادی طرح کی، د افغانستان د شخړی د حل مرکزی عنصر، د افغانستان د ولس عنعنوی لویه جرگه ده. څرنگه چه لویه جرگه ٩٠٠ کاله د افغانستان د ستونزوگ د حل کلی وه ، نو کیدی شی چه اوس هم د یو پراخ بنسټه دموکراتیک انتخابی حکومت د جوړیده لپاره گټوره وی."

د بن د موافقو طراح ډاکتر وحید وحیداله وایی چه خپله دا نوی پیشنهادی طرح یی چه، مرکزی عنصر یی د افغانستان د خلکو لویه جرگه ده ، ملگرو ملتونو، امریکا ، اروپایی اتحادیی او بین المللی اوافغانی مقاماتو ته ورکړیده او ترغورلاندی ده. دی وایی داسی ښکاری چه د ډیرو خوښه شویده.

د بن د موافقو د طراح دا نوی طرح څو مرحلی لری. یو لړسیاسی ، بین الافغانی او افغانستان شموله تعاملونه غواړی. په بین الافغانی خبرو اترو

پیل کیږی او د یو پراخ بنسټه حکومت، د ملی وحدت د یو نماینده، دموکراتیک او انتخابی حکومت په جوړیدو ختمیږی. دا به یو داسی حکومت وی چه افغانانواو بین المللی ټولنی ته د منلو وړ وی.

ډاکتر وحیداله د یو متخصص په حیث د افغانستان د اوسنی حکومت قدردانی کوی چه لا اقل دا منی چه د حل لاره، د طآلبانوسره خبری کول دی.

ډاکتر وحید اله وایی دده د طرح بین الافغانی خبرو دشروع کیدو دپاره همدا مذاکری یوښه اقدام دی . مگر طآلبان اوس ، له ډیرو تلفاتو وروسته چه دواړو خواوو ته واوښتل باور نشی کولی چه خبرو ته کښینی.

خو ډاکتر وحیداله وایی دده په دی نوی طرح کی، ددغسی یو باوراو اعتمادد پیدا کیدو دپاره لاره شته او هغه داده چه ‍طالبان وکړی شی په پوره ډاډ اواطمینان په یو پراخ بنستټه اجراییوی، قضایی او تقنینی ساحو کی برخه واخلی چه جنگ ختم شی او د افغانستان د بیا رغوونی په بهیر کی شامل شی.

د بن د موافقو طراح ډاکتر وحید وحیداله وایی چه دده د سولی دا نوی طرح دری مرحلی لری.

"لومړی مرحله د یو سراسری اتحاد ایجادول دی . ددی اتحاد په جریان کی مونږه د یو ملی اوافغانستان شموله وسیلی د عملی کیدو دپاره هراړخیزو خبرو ته لاره برابروو. په دی خبرو کی دا اوسنی حکومت، حزبونه، افراد، مخالفی ډلی ، د وسلوالواوغیروسلوالو مخالفوډلوغړی ټول باید گډون ولری."

یعنی دینی علما او سپین ږیری د اقوامو او قبایلو مشران، دمعلولینو او معیوبینو نمایندگان، پخوانی جهادی قوماندانان، کوچیان، مهاجرین ، منورین

او دافغانی ټولنی د ټولو قشرونو خلک راټول شی او په یو بشپړ پلان باندی چه دا ځلی می ورباندی ، انتقالی لویه جرگه نوم ایښی دی تفاهم ته سره ورسیږی. ډاکتر وحید وحیداله وایی دغه انتقالی لویه جرگه به هغه ملی، منطقوی او بین المللی مسلی معلومی او غوره کړی چه وروسته به بیا لویی جرگی ته وړاندی کیږی.

د بن د موافقو د طراح ددی نوی پیشهادی پلان دویمه مرحله داده چه انتقالی لویه جرگه به ملک ، په انتقالی دوره کی د جنگ نه د سولی اود بیا رغوونی په لور بیایی.

"دغه انتقالی لویه جرگه باید په اول قدم کی د هغوانتقالی نهادونو ضرورتونه مطرح کړی چه د افغانستان ددغه اوسنی حکومت د ختمیدو نه وروسته ملک رهبری کړی، او لویی جرگی ته د قدرت د منظم انتقال او د تقنینی صلاحیتونو د سپارلو دپاره لاره اواره کړی همدا انتقالی لویه جرگه به تر

هغه وخت پوری کاروکړی چه ملک د جنگ نه د سولی لوری ته ورسوی."

ډاکتروحید وحیداله ددی نوی پیشنهادی طرح دریمه مرحله داسی څرگندوی.

"دریمه مرحله د اوسنی حکومت نه د ملی وحدت پراخ بنسټه انتقالی حکومت ته د قدرت او صلاحیتونو منظم انتقال دی چه په دغه وخت کی د اجراییوی قوت په لحاظ ، ملک رهبری کړی."

ډاکتر وحیداله وایی چه په دی مرحله کی د انتقالی حکومت جوړښت او ترکیب اوماموریتونه ټاکل کیږی. د موجوده قضایی اداری قدرت، انتقالی قضایی اداری ته سپارل کیږی. د افغانستان په اساسی قانون کی تعدیلونه راوستل کیږی چه د هغی له مخی د افغانستان د جمهوری ریاست دغه سیستم یو پارلمانی دموکراتیک سیستم ته واړوی.

د بن د موافقو طراح وایی دغه کارمونږ د افغانستان هغی عنعنی ته بیایی چه محلاتو ته زیات قدرت ورکړ شی. د ایساف ، اروپایی اتحادیی ، ملگرو ملتونو، ناټو، حکومتی اوغیرحکومتی موسسو موجودیت ته د قانونیت د ورکولو په موضوع هم په همدی انتقالی جرگی کی غور کیږی.

ډاکتر وحید وحیداله وایی چه دا انتقالی لویه جرگه به په دی هم بحث وکړی چه د ملک د اقتصاد تکیه د کوکنارو په کرنه وی. ددی جرگی د بحث اخری ټکی به د گاونډیانو سره د سولی په فضا کی د ژوند کولو د لاروچارو لټول وی.

ډاکتروحید وحیداله په دی عقیده دی چه لویه جرگه د افغانستان د شخړی د حل یو ډیر مهم عنعنوی عنصر دی.

"په دی پیشنهادی طرح کی د شخړی د حل د پاره مرکزی عنعنوی عنَصر د افغانستان د خلکو لویه جرگه ده . نهه سوه کاله دا لویه جرگه ډیره گټوره وه. زمونږ پلرونو اونیکونو، د ځمکی، ابو، ژبی، او د قوم قبیلی په سر شخړی په لویی جرگی حل کړیدې.

نو دا انتقالی لویه جرگه مونږهغه اخری مرحلی ته ورسوی چه هغه د یو پراخ بنستټه انتخابی حکومت جوړیدل اود ازادو انتخاباتو کیدل دی چه دا، د افغانستان د خلکو اود بین المللی ټولنی مقصد او هدف دی."

د بن د موافقو طراح ډاکتروحیداله وایی کیدی شی دده دا نوی طرح د جمهوری ریاست د راتلونکو انتخاباتو ځای ونیسی ځکه چه د ملک امنیتی سیاسی او اقتصادی حالت انتخاباتوته جوړنه دی.

ډاکتروحیداله وایی که دا انتخابات هم وکړو، نو هغه کسان چه همدااوس په جنگ اخته دی او مخکی د سیاسی جریان نه بهر پاتی شوی وو، بیا هم په دی انتخاباتو کی نه شی شاملیدی. ځکه نواول د سولی راوستل ضروری، او سوله هغه کسان کوی چه اوس په جنگ اخته دی. نو اول باید د هغوی سره وغږیږو.

درنو اویدونکو، مونږه کوشش کوو چه د بن د موافقی طراح د امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبرواترو پروگرام ته میلمه کړو چه ستاسو پوښتنو ته ځواب ووایی.

XS
SM
MD
LG