د لاس رسي وړ اتصالات

د اوباما حکومت به د پاکستان په اړه له سره غور کوي


په امریکا کې دیموکرات گوند د جمهوري ریاست انتخابات وگټل.

دا چې په امریکا کې دغه بدلون به پر افغانستان، پاکستان او په خاص ډول د امریکا او پاکستان پر اړیکو څه اغیزه ولري؛ په واشنگټن کې د هریټیج په نامه د تحقیقاتي ادارې د جنوبي آسیا د چارو کارپوهه لیزا کرټیس وايي:

"د امریکا د حکومت بدلیدل به ددې زمینه برابره کړي چې د پاکستان په اړه د امریکا پر پالیسئ له سره غور وشي او داسې یوه لاره چې پاکستان له دغه روان سیاسي او اقتصادي متزلزل حالت څخه وژغوري او د دواړو ملکونو تر منځ اړیکې د لا خرابېدو نه وژغوري."

یقیناً امریکا دا نشي زغملای چې پاکستان ناکام شي؛ خو په عین وخت کې پر هغو تندروانو باندې هم سترگې نشي پټولای چې ددغه ملک په قبایلي سیمه کې فعالیت لري.

کرټیس وايي، نوی امریکايي حکومت کولای شي په پاکستان کې د ډیموکراسئ لا ملاتړ وکړي او هغه تصور بدل کړي چې امریکا د هغه ملک په سیاسي چارو کې لاس لري.

خو کوم څه چې د بدلیدو امکان یې نه لیدل کیږي، په قبایلي کې د ترهگرو د پټنځایونو په خلاف دقیق عملیات دي.

ډیر کوښښ به ددې لپاره وشي چې د امریکا او پاکستان تر منځ هغه اعتماد بیرته بر قرار شي چې په تیرو څو میاشتو کې د مختلفو عواملو له کبله زیانمن شوی دی.

میرمن کرټیس د دواړو ملکونو ترمنځ د اعتماد د زیانمنېدو یو علت په قبایلو کې د پاکستان د حکومت او طالبانو تر منځ په تیر سپرلي کې د سولې هغه تړون بولي چې د امریکا په باور له دې آمله په سیمه کې د تندروانو پښه آزاده شوه او په افغانستان کې یې پر ایتلافي قواوو او عامو خلکو حملې زیاتې شوې.

دا وايي، دې آوازو چې په تیر جولای کې په کابل کې د هند پر سفارت باندې په مرگانۍ حملې کې د پاکستان د استخباراتو ادارې یا (آی.ایس.آی) لاس درلود، امریکايي مقاماتو ته دا شک پیدا کړ چې کیدای شي د پاکستان حکومت د افراطیانو سره دوامداره اړیکې لري.

او دا چې، ویل کیږي امریکا په قبایلو کې د تندروانو پر هدفونو باندې حملې کوي.

کرټیس وايي، پاکستان به هم په دې هڅه کې وي چې د نوي امریکايي حکومت اعتماد تر لاسه کړي او ددې لپاره به کوښښ وکړي وښيي چې په عین وخت کې هم د القاعده او هم د طالبانو په خلاف مبارزه کوي.

"له دې لارې کیدای شي اعتماد او ښې اړیکې برقرارې شي"

له لیزا کرټیس نه پوښتنه وشوه چې، د نوي امریکايي حکومت واک ته رسېدل به د پاکستان په قبایلي سیمه کې د تندروانو په خلاف په روانو عملیاتو کې څه تغیرات راولي.

هغې وویل: "فکر نه کوم دغه حالت تر هغو بدل شي چې امریکا په دې یقیني شي چې پاکستان کولای شي او غواړي چې له دغه ځای نه د پیښو خطرونو مخه ونیسي. دا خبره معلومه ده چې په دغه سیمه کې ترهگر موجود دي. او پر دغې سیمې باندې ځینې کامیابې حملې تر سره شوي چې د طالبانو او القاعده ځینې هغه لوړ رتبه قومندانان پکې وژل شوي چې په افغانستان کې یې پر ایتلافي قواوو او ملکي خلکو باندې په حملو کې لاس درلود"

میرمن کورټیس وايي، پاکستان هم د اعتماد د حاصلولو لپاره ځینې اقدامات کړي. د مثال په ډول په باجوړ او شاووخوا قبایلي سیمو کې یې د تندروانو په خلاف پراخ عملیات له څو میاشتو راهیسې پیل کړي، د (آی.ایس.آی) رئیس یې بدل کړی او په دغه اداره کې یې مهم بدلونونه راوستي دي.

له لیزا کرټیس نه پوښتنه وشوه، اوس چې دیموکراتانو سپینه ماڼۍ گټلې ده، د سیمې په اړه د امریکا په پالیسو کې د کومو مهمو بدلونونو امکان شته؟

هغې وویل: "زه د مهمو بدلونونو امکان نه وینم. خو یوه خبره ښکاره ده چې نوې اداره به افغانستان ته زیاته توجه ولري او دا کار تبعاً پر ټوله سیمه باندې اغیزه لري"

XS
SM
MD
LG