د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي اوباما څخه غوښتي چې د ملکي خلکو وژل دې بند کړي


وروسته له هغه چې د کندهار یوه اوسېدونکي وویل چې د هغه په کور باندې په امریکايي بمبار کې د واده اوه دېرش گډونکونکي ووژل شول، د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي د امریکا له نوي ټاکل شوي جمهور رئیس بارک اوباما څخه غوښتي چې د ملکي خلکو وژل دې بند کړي.

په هغه خبري کنفرانس کې چې د امریکا نوي ټاکل شوي جمهور رئیس بارک اوباما ته د مبارکۍ پیغام لیږلو لپاره جوړ شوی و، حامد کرزي د بارک اوباما په انتخابولو د امریکا د خلکو زړه ورتیا وستایله او په کندهار کې یې د بمبار خبره هم یاده کړه.

کرزی: "هم دا وخت چې مونږ خبرې کوو ملکي کسان وژل کیږي. د هوايي بمبار په نتیجه کې د کندهار په شاه ولي کوټ کې ملکي کسان وژل شوي، څو ورځې له مخه په هلمند او وردگو کې ملکي کسان ووژل شول. په افغانستان کې د ملکي کسانو وژل باید بند شي."

اوباما د سه شنبې په ورځ په یوه تاریخي بریا کې له خپل جمهوري غوښتونکي سیال جان مکین څخه د جمهوري ریاست انتخابات وگټل او دا رنگه د امریکا څلور څلویشتم جمهور رئیس انتخاب شو.

هغه به د راتلونکي کال د جنوري په میاشت کې په سینه ماڼۍ کې کار پیل کړي. د چار شنبې په ورځ امریکايی پوځ د جمهور رئیس کرزي د وینا په ځواب کې وویل چې دوی په دې هکله پلټنې کوي.

یوه امریکايي ویاند وویل که چیري ملکي کسان وژل شوي وي نو دوی بخښنه غواړي او هغوی ته دعا کوي.

د کندهار د وچ بختو کلي یوه اوسېدونکي عبدالجلیل وویل چې د دو شنبې په ورځ د هغه په کور کې د واده مراسم روان ول چې د جگړې په وخت طالبان دده له کور سره پټ شول، امریکايي طیارو هغه ځای بمبار کړ او اوه دېرش ملکي کسان یې ووژل.

ښاغلي کرزي وویل چې د ملکي کسانو په وژلو د ترهگرۍ خلاف جگړه نه شي گټل کېدای.

کرزی: "مونږ غواړو باید په افغانستان کې هیڅ ملکي کسان و نه وژل شي. مونږ د ترهگرۍ خلاف دغه جگړه د هوايي بمباریو او د افغانستان په کلو کې په جگړو نه شو گټلای. دا زمونږ ترټولو لومړنۍ او ترټولو لویه غوښتنه ده چې په افغانستان کې دې د ملکي کسانو وژل بند شي."

په یوه بله پېښه کې د ایساف قواوو او د افغانستان پوځ وویل چې دوی په دې خبر دي چې د بادغیس ولایت په گورمچ ولسوالۍ کې پرون کېدای شي د طالبانو خلاف په یوه ځوابي برید کې ملکي کسان وژل شوي وي.

بل خوا، د امریکايي پوځ یوه ویاند وویل چې جنرال پټرېیس چې په عراق او افغانستان کې یې د ترهگرۍ خلاف د جگړې څارنې دنده په غاړه ده، کابل ته د وضعې د نږدې څخه د لیدو لپاره ورسېد.پټرېیس تردې له مخه گاونډي هیواد پاکستان ته هم سفر کړی و.

XS
SM
MD
LG