د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي وزیرستان کې توغوندي ١٣ تنه وژلي


د پاکستان د امنیتي چارو مامورین وایی چی نن د جمعې په ورځ د افغانستان سره سرحد ته نژدې د توغوندي په حمله کی چی گمان کیږي امریکایي قواو کړې ، لږ تر لږه ١٣ کسان وژل شوي دي .

هغوي وایی چی دا حمله د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کی د مشکوکو یاغی طالبانو په یوه کمپ باندي شوې ده . امریکایي چارواکو تر اوسه په دې باب څه نه دي ویلي .

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا گیلاني ددې هفتې په سر کی ویلي و چی د امریکا بل جمهوررئیس باید د پاکستان په خاوره کی دننه په یاغیانو باندی د توغوندیو حملې بندي کړی .

د امریکا منتخب جمهوررئیس براک اوباما تیره میاشت ویلي و چی که امریکایي قواو ته د القاعدې مهم مشران معلوم سی چی چیرته دي او پاکستان ونه غواړی یا ونه کړای شی چی د هغوي په خلاف اقدامات وکړی نو دی به په هغوی باندی د یو اړخیزو حملو امر ورکړی .

د امریکا نظامي قواوي د پاکستان په هغو قبایلي سیمو کی خپل په نښه شوي ځایونه ولي چی د هغو نه ډیر یاغیان هم په پاکستان او هم په افغانستان کی حملې کوی .

XS
SM
MD
LG