د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا راتلونکی حکومت 'به ډیر ژر د ملک اقتصادی او امنیتی چاری تر غور لاندی ونیسی'


د امریکا د منتخب جمهور ریس براک اوباما یو جگ پوړی مشاور وایی چی راتلونکی حکومت به ډیر ژر د ملک اقتصادی او امنیتی چاری تر غور لاندی ونیسی.

د ښاغلی اوباما د انتقالی ټیم مشر، جان پوډیستا، د فاکس ټلویزیونی شبکی ته وویل چی د منتخب جمهور ریس تر ټولو لومړنی کار د اقتصادی بحران د حلولو لپاره د اقتصادی بودجی منظورول دی.

خو هغه وویل چی جمهور ریس جورج بوش د دی پلان د پرمخ بیولو لپاره باید مرسته وکړی.

ټاکل شوی چی ښاغلی جورج بوش او منتخب جمهور ریس براک اوباما د دوشنبی په ورځ د قدرت شریکولو په سر له یو بل سره وگوری.

ښاغلی اوباما د ډیموکراتانو د گوند په راډیویی اونیزه وینا کی وویل چی د جنوری په شلمه نیټه کله چی د جمهوری ریاست لپاره د لوړی مراسم په ځای کړی، نو سمدلاسه به د اقتصاد د ښه کولو په کار بوخت شی.

هغه ژمنه وکړه چی د منځنی اقتصادی طبقی کورنیو لپاره به په ټینگه کار وکړی.

XS
SM
MD
LG