د لاس رسي وړ اتصالات

د امرېکا په تجدېد شوی ستراتېژۍ کې 'ښاېې حکمتېار ته په سېاسی قدرت کې برخه ورکړل شی'


د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لېکې چې د امرېکا په تجدېد شوی ستراتېژۍ کې ښاېې ښاغلي حکمتېار ته په سېاسی قدرت کې برخه ورکړل شی.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لېکی په داسی حال کې چې د امرېکا او ناټو چارواکی په افغانستان کې په خپله ستراتېژی باندی نوی کتنه کوی ېو پخوانی قوماندان ښاېې دامرېکا د پلانونو لپاره د روان بغاوت په مهارولو کې دمذاکراتو له لارې مرکزی نقش ولری.

گلبدېن حکمتېار اوس ېوشپېته کلن دی او د افغانستان د تېرو درو لسېزو په جنگ کې پوره تجربه لری. ورځپاڼه لېکی چې هغه د ١٩٩٠ په لسېزه کې دلنډ وخت لپاره د افغانستان د صدر اعظم په توگه په دې سبب بد شهرت پېدا کړ چې د خپل هېواد پاېتخت ېې په راکټونو ووېشت.

په دې نېژدی وخت کې د هغه پلوېانو د حامد کرزی پر حکومت باندی چې غرب ېې ملاتړ کوی ېو څو سختی حملی کړېدی.

واشنگټن پوسټ لېکی په داسی حال کې چې په افغانستان کې د خارجی قواو تلفات ډېر زېات دی او د ښاغلی کرزی پر حکومت باندی داخلی او نړېوال باور او اعتماد تربل هروخت نه کم دی نو د افغانستان او امرېکا د چارواکېو په مخکی به د مذاکراتوپر مېز باندی ډېرې کمی لارې چاری موجودې وې چې ښاغلی حکمتېار ته ېوه غوره چوکی ورنکړی.

د امرېکا عالېرتبه نظامی چارواکېو په دې نېژدی اونېو کې دا لېوالتېا څرگنده کړېده چې له ښاغلی حکمتېار سره په دې خاطر ېوه معامله وکړی چې ېاغېان د جگړې مېدان نور پرېږدی او سوله وکړی.

ورځپاڼه لېکی چې هغه تاکتېکونه چې امرېکا په عراق کې عملی کړل په هغوکې د پېسو ورکولو او د زېات سېاسی نفوذ د لرلو وعدې شوې وې.

دغه شېان به د امرېکا په پالېسی کې ستر نقش ولری ځکه چې دا پالېسی په دې عملی نظر ولاړه ده چې د سخت درېځو او په نظرېاتی لحاظ بنېادگرو ېاغېانو په نسبت به چې په القاعده او طالبانو کې موجو دی د ډېر معتدل او دعملی نظر خاوند ېاغېان د روغې جوړې لاره غوره کاندی.

په دې برخه کې مختلف نظرېات موجود دی چې دښاغلی حکمتېار موجودېت به څنگه په دې ډول شراېطو کې موزون او مناسب واقع شی.

واشنگټن پوسټ لېکی چې ښاغلي حکمتېار په خپله د خپل درېځ اوموقف په هکله مختلفی اشارې ورکړېدی. هغه ددغه ناکراره هېواد په په ختېځه برخه کې قوت لری او له پاکستان سره اود هغه هېواد د نظامی استخباراتو له ادارې سره هم پخوانئ اړېکی لری.

ښاغلی حکمتېار له ښاغلی کرزی اوطالبانو دواړو سره په جگړوکې مخامخ شوېدی. ورځپاڼه لېکی چې دافغانستان د شخړې تجربه کار ماهران ښاغلی حکمېتار ته دېومجرب او انعطآف منونکی شخصېت په نظر گوری او واېې چې د ښاغلی کرزی په سېاسی زغره کې ېې د ځان لپاره ېو کوچنی ځاې پېدا کړېدی.

واشنگټن پوسټ د امرېکا د استخباراتو د القاعده د څانگې د ېو پخوانې مامور ماېکل شو ور چې د اسلامی ېاغېانو د تحرېکونو په باب ماهر گڼل کېږی له قوله لېکی چې شاوخواته نهنگان دورې وهی او دښاغلی کرزی کار نور خلاص دی.

کله چې ښاغلی حکمتېار ته په اوسنېو شراېطو کې وکتل شی نو کله هغه د ښاغلی کرزی ملاتړ کوی او کله دطالبانو ملاتړ کوی. په دې سېاسی ماحول کې به دهغه هېڅ اټکل نشی کېدلی. خو بالاخره دهغه هلې ځلې هم د قدرت لپاره دی.

تېره مېاشت ښاغلی حکمتېار وېلی وو چې له ښاغلی کرزي سره به مذاکرات وکړی خو هغه وېډېو ټېپ چې په دې نېژدی وخت کې د هغه مرکه پکې له واشنگټن پوست سره خپره شوېده واېې چې دی په دې باور لری چې له افغانستان نه د امرېکا او ناټو دقواوپه اېستلو کې مرسته کولی شی لکه څنگه چې هغه د ١٩٨٠ په لسېزه کې د شوری اتحاد قواوې له افغانستان نه واېستلی.

ښاغلی حکمتېار په دغه مرکه کې وېلی وو چې دی په دې پوره متېقن دی چې اشغالگرې خارجی قواوې به ډېر ژر له هېواد نه ووزی. زما هېواد وال به نه ېوازې له اشغالگرو قواو نه ازاد شی بلکه هغوی به په دې قادر شی چې ېوداسی حکومت منځته راولی چې داسلامی قوانېنو پر بنا جوړشوی وی.

واشنگټن پوسټ لېکی چې هغه د پخوا په څېر په دغه پنځه وېشت دقېقه ئي وېډېو ټېپ کې په خپله توره پټکۍ او تورو کالېو کې ښکارېده او ېوه کله شېنکوف ماشېنداره ېې هم څنگ ته پرته وه.

هغه د خپل ېاغې پوځ د قابلېت په برخه کې ووېل چې هغوی سره له دې چې ډېر کم امکانات لری خو دښمن ته درانده تلفات ور اړولی شی.

دغه وېډېو ټېپ چې د واشنگټن پوست دورځپاڼی ادارې ته ته د ډېرو لېکلو پوښتنو په ځواب کې ورلېږل شو ی ددغه مجرب قوماندان د سېاست او روحېاتو په برخه کې دېو څرک په اندازه معلومات ورکولی شی.

XS
SM
MD
LG