د لاس رسي وړ اتصالات

په هرات کی دوه هسپانوی عسکر وژل شوی دی


د افغانستان په لویدیځ کی د ناتو په قطار باندی په ځان مرگی حملی کی دوه هسپانوی عسکر وژل شوی دی.

افغان چارواکی وایی چی په دی حملی کی چی د هرات په ولایت کی وشوه لږ ترلږه یو عسکر زخمی شو.

هسپانیا په افغانستان کی دیره ٧٠٠ عسکر لری.

بل پلو، افغان او کانادایی چارواکی وایی چی کاناډایی ژورنالسته چی په افغانستان کی برمته شوی وه، د څلورو اونیو وروسته راخوشی شوه.

چارواکی وایی چی ملیسه فانگ چی د کانادا یوی نشراتی کمپنی سی بی سی ته یی کار کاوه د شنبی په ورځ روغ رمټه راخوشی شوه.

فانگ وویل چی دا په یوی سمڅی کی ساتل شوی وه.

چارواکی وایی چی داسی ښکاری چی د هغی برمته کونکی طالبان نه بلکه غله ؤملیسه فانگ د اکتوبر په دولسمه نیټه کله چی په کابل کی د مهاجرینو د یوه کمپ د لیدو لپاره ورغلی وه وتښتول شوه.

چارواکی وایی چی سی بی سی د مطبوعاتو نه غوښتی و چی د فانگ د تښتولو مسله په مطبوعاتو کی خپره نکړی ،په داسی حال کی چی د هغی د خوشی کیدلو لپاره روغه جوړه شوی وه.چارواکی وایی چی د هغی د خوشی کیدو لپاره کوم باج نه و ورکړل شوی.


XS
SM
MD
LG