د لاس رسي وړ اتصالات

بوش: د نوي جمهور رئیس لپاره د واک سپارلو بهیر به په ارامه فضا کې تر سره شي


سره له دی چې د امریکا دننه د اقتصادي بحران روان دی، او په افغانستان، عراق او نورو هیوادونو کې امریکایې ځواکونه د سخت دریځو له بریدونو سره مخ دي جمهور رئیس جورج بوش د شنبې په ورځ وویل چې د نوي جمهور رئیس لپاره د واک سپارلو بهیر به په ارامه فضا کې ترسره شي.

جمهور رئیس بوش په خپله رادیویې وینا کې وویل چې هیواد یې د سخت اقتصادي کړکیچ سره مخ دی خو دا به د نوی جمهور رئیس د ځای پرځای کیدو خنډ ونه گرځي.

ښاغلي بوش وویل چې دا لمړې ځل دی چې په څو لسیزو کې د جگړې پرمهال د امریکا نوی جمهور رئیس د قدرت انتقال کوي.

بوش وایی موږ په داسی یو حالت کې یو چې سخت دریځه پر موږ د بریدونو په حال کې دي.

XS
SM
MD
LG