د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی لمړنی نړیوال ترمینال ګته اخستنی ته چمتو شو


په افغانستان کی لمړنی نړیوال ترمینال ګته اخستنی ته چمتو شو. دغه ترمینال چی د جاپان هیواد په مالی مرسته جوړ شوی، د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی لخواه پرانستل شو.

دغه ترمینال نړیوالو معیارونو سره سم د جاپان هیواد په ۳۰ ملیونه ډالرو مالی مرسته په داسی حال کی جوړ شوی چی د افغانستان د نړیوال هوایی ډګر پخوانی ترمینل د ورخ به ورځ زیاتیدونکو مسافرو ګنجایش نه درلود.

د افغانستان جمهور ریس حامد کرزی د ترمینل د پرانستلو په مراسمو کی دی ټکی ته اشاره وکړه چی افغانان باید له نړیوالو مرستو په ښه توګه ګټه پورته کړی.

همدا رنګه، د جاپان هیواد د جایکا موسسی ریسی میرمن سودا کو اوګاتا چی د دغه ترمینل د جوړیدو مسولیت یی هم به غاړه وه ژمڼه وکړه چی جاپان به له افغانستان سره نوری مرستی هم وکړی.

د جاپان هیواد تر اوسه ۱،۴۵ ملیارده دالره له افغانستان سره مرسته کړی، او ټاکل شوی چی دغه هیواد به د جون په میاشت کی له افغانستان سره ۵۲۰ ملیونه ډالره نوره مرسته هم وکړی.

XS
SM
MD
LG