د لاس رسي وړ اتصالات

بش به اوباما ته په سپېنه ماڼی کې نن هرکلی وواېی


د امرېکا جمهور رئېس جورج او لومړۍ مېرمن لورا بش به منتخب جمهور رئېس براک اوباما او راتلونکی لومړۍ مېرمن مېشل اوباما ته په سپېنه ماڼی کې نن په ورځ هرکلی وواېی.

دتېرې اونی د انتخاباتو نه را په دې خوا به دا اولنی مجلس وی چې دا دواړه کسان ېې کوی.

هغوی دو اړه د خپلو ادارو ترمنځ د عبوری پړاو په برخه کې خبری وکړی.

د ملاقات په وخت کې به د جمهور رئېس جورج بش مېرمن لورا بش د منتخب جمهور رئېس براک اوباما مېرمن، مېشل اوباما د جمهوری رېاست د استوگنی په ځاېونو کې وگرځوی.

رپوټ واېې چې ښاغلی بش او ښاغلی اوباما د قدرت دانتقال په برخه کې د نظم او همکاری خبری وکړې.

خو د ښاغلی اوباما د عبوری مرحلی د ادارې مشر د ېکشنبی په ورځ ووېل چې منتخب جمهور رئېس اوباما په دې برخه کې په چټکی سره د جمهور رئېس جورج بش ېو شمېر هغه فرمانونه فسخ کولی شی چې هغ د سټېم سېل د څېړنو، د تېلو د لټولو او نورو موضوعاتو په باب صادر کړی ول.

جان پوډېستا ددغه کار لپاره لاره اواره کړه چې ښاغلی اوباما د ښاغلی بش هغه فرمان فسخ کړی چې د سټېم سېل د څېړنو په باب ېې صادر کړی و.

پوډېستا ووېل چې اوباما به هغه فرمان هم فسخ کړی چې د عامه زمکی ېې د گازو د موندلو لپاره ټاکلی او اختصاص کړېدی.

د ښاغلی اوباما له خوانه ټاکل شوی ادارې رئېس رام امانووېل د ېکشنبی په ورځ ووېل چې په دې نوی اداره کې به داقتصادی چارو په برخه کې غور او انتظام ددغی ادارې د ترجېحاتو په لېست کې تر ټولو اول مقام ولری.

ښاغلی بش امرکړېدی چې د قدرت د انتقال چارې باېد په ډېره مناسبه توگه ترسره شی.

XS
SM
MD
LG