د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان مرکزی بانک په دغه هېواد کې د اسعارو د تبادلی د مشهورې کمپنی جواز نامه معطل کړه


د پاکستان مرکزی بانک نن د دوشنبی په ورځ په دغه هېواد کې د اسعارو د تبادلی د مشهورې کمپنی KKI جواز نامه معطل کړه.

په دغه اداره باندی دا تور لگېدلی دی چې په غېر قانونی توگه په ملېاردو ډالره بهر ته لېږلی دی.

ددغی کمپنی د مدېره هېئت مشر مناف کالېا او جاوېد خانانی د شنبی په ورځ ونېول شول. له هغوی سره د اسعارو د تبادلی نور صرافان هم نېول شوېدی.

د پاکستان ېوې محکمی دهغوی د توقېف موده ددې لپاره اوږده کړله چې ماهران وخت ولری چې دهغوی دکمپنی اسناد وگوری او د غېر قانونی اسناد و شواهد پېدا کړی.

چارواکی واېې چې بهرته د غېر قانونی پېسو د لېږلو په سبب د پاکستان د روپی ارزښ راټېټ کړېدی.

رپوټ واېې چې د پاکستان روپۍ خپل شل فېصده ارزښ دډالر په مقابل کې باېللی دی.

XS
SM
MD
LG