د لاس رسي وړ اتصالات

اېران د امرېکا په پالېسی کې 'د کوم غټ بدلون توقع نه کوی'


اېران واېې چې دوی د راتلونکی کال د جنوری په مېاشت کې د براک اوباما د جمهور رئېس کېدو سره د اېران په مقابل کې د امرېکا په پالېسی کې د کوم غټ بدلون توقع نه کوی.

دا خبری نن د اېران دخارجه وزارت نطاق حسن قاشقاوی دهغې پوښتنی په باب وکړی چې اېا ددې امکان شته دی چې ښاغلی اوباما د اېران له حکومت سره په کوم خاص وخت کې مذاکرات وکړی.

د شنبی په ورځ د اېران د پارلېمان رئېس پر ښاغلی اوباما باندی په دې خبره اعتراض وکړ چې واېې داېران داټومی وسلو د لاسته راوړلو پالېسی د منلو وړنده.

د اېران دولتی اژانس اېرنا دعلی لارېجانی له قوله لېکی چې د اوباما دا خبری د امرېکا د ماضی د غلطی پالېسی ادامه ده.

منتخب جمهور رئېس اوباما په خپل اولنی خبری کنفرانس کې د اېران اټومی پروگرام ته د نومبر له څلورم نه وروسته چې هغه انتخابات وگټل اشاره وکړه.

هغه ووېل دی به هغه لېک په غور وگوری چې چې داېران جمهوررئېس محمود احمدی نژاد د مبارکی لپاره ور لېږلی دی او مناسب ځواب به ورکاندی.

XS
SM
MD
LG