د لاس رسي وړ اتصالات

په پېښور کې ېوه ځان وژونکي لږ تر لږه ٦ کسان زخمي کړل


د پاکستان پولېس واېې چې ېوه ځان وژونکي د سپورت د لوبغالی د دروازې په مخکی په پېښور کې ځان په بم والوزاوه او لږ تر لږه شپږ کسان ېې زخمی کړل.

دا حمله نن په پېښور کې لنډه شېبه وروسته له هغه نه وشوه چې په دغه ځاې کې د اېالتی لوبو مراسم پاېته ورسېدل.

دغې چاودنی شاوخواته موټرونه خراب کړل او د ورزشی لوبغالی ښېښی ېې ماتې کړل.

د نورو تلفاتو اندازه سمدلاسه معلومه نشوه. د پاکستان پوځ واېې چې د سوات په دره کې له عسکرو سره په شخړو کې اوه افراطېان وژل شوېدی.

پوځ واېې چې دا جگړې د مټی او کابال په علاقو کې د پوځ د عملېاتو په ترڅ کې شوېدی.

د پوځ او افراطېانو ترمنځ په ډزو کې څو تنه نور افراطېان زخمی شوېدی.

په عېن حآل کې د پاکستان امنېتی قواوې په دې لټه کې دی چې هغه دېارلس لارۍ چا برمته کړېدی چې په افغانستان کې ېې خارجې قواوته مهمات ور وړل.

دغه لارۍ ددوشنبی په ورځ په داسی حآل کې نېول شوېدی چې د خېبر په دره کې ېې سفرکاوه.

د خېبر دری مسوول چارواکی وووېل چې دغه لارۍ موټرونه په څلور مختلفو ځاېونو کې ونېول شوې.

دغه لاره ټوله ٣٥ کېلومتره اوږده ده او شپېتو تنو ټوپک والاو چې تور مولونه ېې وهلی وو په لارېو باندی حمله وکړه.

هغه ددغو لارېو د برمته کولو پړه پر هغو افراطېانو واچوله چې د بېت الله مسېد پلوېان دی.

د خېبر دره هغه مهمه لاره ده چې دغربی عسکرو لپاره په افغانستان کې مهمات ور رسوی.

XS
SM
MD
LG