د لاس رسي وړ اتصالات

بوش او اوباما - 'په دې کې شک نشته چې دوی په پالیسیو باندې د یو بل سره اختلاف لری، خو...


د امریکا جمهور رئیس، جورج بوش، او د منتخب شوي جمهور رئیسف براک اوباما لومړنی رسمي لیدنه په سپینه ماڼی کې ترسره شوه.

د دوو مخالفو سیاسي نظر دولودونکو مشرانو ترمنځ دا تاریخي لیدنه د بندو دروازو تر شا وشوه.

د امریکا دری څلویښتم جمهور رئیس جورج بوش د څلور څلویښتم جمهور رئیس براک اوباما د هرکلي لپاره د ودانی مخې ته راوتلی وو. د روغبړ نه وروسته دواړه مشران په داسي حال کې سپینې ماڼی ته ننوتل چې میرمن یې هم ورسره وې او یو څو دقیقې وروسته ولیدل شول چې د جمهور رئیس د کار د دفتر په لور روان وو.

د جمهور رئیس د کار دفتر اوول آفس نومیږي. د دواړو مشرانو ترمنځ خبرې د واک د سپارلو د پروسې برخه بلل کیږي.

د انتخاباتو د کمپاین په دوران کې ښاغلي اوباما په جمهور رئیس بوش سخت انتقادونه کړي وو او استدلال یې کاوو چې د جان مکین د انتخاب معنی به دا وي لکه جورج بوش ته چې د دریمې دورې لپاره انتخاب کړی.

خو د واک د سپارلو په پروسه کې اوباما او بوش دواړو د همکاری ژمنې کړې دي.

د سپینې ماڼی د مطبوعاتو رئیسه ویاند، پرینو: "په دې کې شک نشته چې په پالیسیو باندې د یو بل سره اختلاف لري. خو دواړه د هیواد سره یو ډول مینه کوي. او د دوی ترمنځ په خبرو کې د هیواد سره مینه تر بل هر شي مهمه ده او په همدې اساس به هر ډول خپل منځي کارونه پرمخ بیایي."

د جگړې پر مهال د هیواد چارې د یو واکمن نه بل ته د سپارل کیدو کار په دې هیواد یو ځل مخکې هم څلور لسیزې وړاندې شوی وو.

د پروسې د جدیت په اړه یو څیړونکی وایي: "د جگړې په مهال په حکومتي چارو کې تسلسل ساتل ډیر مهم کار دی. هر څوک چې د هیواد د اعلی قومندان په توگه وظیفه اخلي، د هغه اولیت دا وي چې ولس ته اطمینان ورکړې چې هر څه سم روان دي او هیڅ شی به له پامه نه لویږي. د رایو ورکوونکو په اړه د سروې گانو نه ښکاري چې ډیرو خلکو ښاغلي اوباما ته د اقتصادي وضعې د سمون لپاره رایې ورکړې دي."

د جورج تاون د پوهنتون استاد مارک رام وایي اوباما به ډیرې چټکې او جدي پریکړې وکړې.

مارک:" اوباما به د امریکا د اسهامو په بازار کې گډوډي له منځه یوسي. معنی دا چي دی به د خصوصي مالي سکتور خپل سري کنترول کړې او له هغوی نه حساب کتاب وغواړي."

د انتخاب شوي جمهور رئیس یو ویاند ویلي دي دا لومړنی ځل دی چې براک اوباما د جمهور رئیس دفتر یعنې اوول افس ولید. خو د جنوري د میاشتې په شلمه به همدا د هغه خپل دفتر شي او په همغه ورځ به یې میرمن او لوڼي هم په سپینه ماڼی کې په لومړي د خپل کور احساس وکړې.

XS
SM
MD
LG