د لاس رسي وړ اتصالات

ایراني الاصله امریکايي محصله چې په ایران کې نیول شوې وه، خوشې شوه


د یوې ایراني الاصله امریکايي محصلې چې په ایران کې نیول شوې وه، د کورنۍ غړي وايي، هغه په ضمانت خوشې شوې ده.

د ایشا مومني خپلوان وايي، هغه د ملي امنیت ضد اعمالو په تور د تهران په زندان کې د یوې میاشتې له تیرولو وروسته د دوشنبې په ورځ خوشې شوه.

هغه به په روانه اونۍ کې محکمې ته وړاندې کیږي.

دغه ٢٨ کلنه محصله د ماسترئ د سند د تر لاسه کولو لپاره په ایران کې د ښځو د حقونو د مدافعینو په باب د خپل تیزس د لیکلو په نیت ایران ته تللې وه او د اکتوبر په نیمايي کې د ترافیکي قوانینو د نقض کولو له آمله ونیول شوه.

وروسته پولیسو د هغې لپټاپ کمپیوټر ونیوه او پر هغې یې د ملي امنیت ضد اعمالو د تر سره کولو تور ولگاوه.

XS
SM
MD
LG