د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې د نباتي تیلو موټر


ډیرو خلکو ته به دا خبره عجیبه وي چې په نباتي تیلو باندې هم موټر چلېدلای شي. خو دا یو واقعیت دی او کیدای شي چې نباتي تیل د ډیزلو او پټرولو پر ځای استعمال شي.

ژورنالست گریگ ملویلي په خپل موټر کې د امریکا له یوه سر نه تر بل سر پورې په سلگونو کیلومتره مزل وکړ. هغه په موټر کې د پټرولو یا ډیزلو پر ځای نباتي تیل اچولي وو.

گریگ ملویلي او د هغه میرمنې دوه کاله مخکې یو مستعمل ډیزلي ټونس موټر واخیسته. دوی د موټر ډیزلي اینجن وایسته او داسې اینجن یې پکې نسب کړ چې په نباتي تیلو چلیږي.

دی وايي: "دا زما د ښځې نظر و. دې ویل، باید د هغه کاربن ډای اکساید یا دود اندازه راکمه شي چې له موټر نه هوا ته خارجیږي. او که په موټر کې نباتي تیل واچول شي، دا کار امکان لري. دغه نباتي تیل خو زموږ لپاره د قیمت موضوع هم مهمه وه. ځکه چې اکثره دغه تیل له هغو پخو ترکاریو نه جوړیږي چې ضایع کیږي او موږ اورېدلي وو چې اکثره ریسټورانټونه خپل ضایع کیدونکي خواړه وړیا ورکوي."

خو اکثره ډیزلي ایجنونه داسې جوړ شوي چې د هغو تیلو برسیره چې له نفتونو نه تر لاسه کیږي، نباتي تیل هم پکې استعمالېدلای شي.

ملویلي وايي: "یوه پیړۍ مخکې، اوډلف ډیزل، ډیزلي اینجن جوړ کړ او وروسته یې وښودله چې په دغه اینجن کې نباتي تیل هم استعمالېدلای شي. او د هغه نظر دا وو چې که دا کار وکړي نو دا به دهقانانو ته گټه ورسوي. دوی به کولای شي له خپلو فصلونو نه د موټر تیل جوړ کړي او دا کار به دوی ته یوه اندازه خودکفايي ور په برخه کړي. ځکه نو اوس هم ډیزلي اینجنونه په نباتي تیلو هم چلېدلای شي."

خو نباتي تیل تر ډیزلو یو څه غلیظ دي او ددې لپاره چې ښه کار ورکړي باید په اینجن کې یو څه بدلون راوستل شي.

ملویلي وايي، په اینجن کې دغه بدلون راوستل ډیر مشکل ندي. "دا کار ډیر ساده دی. یوازنی مشکل یې همدا دی چې په یو څه لوړه تودوښه کې باید نباتي تیل یو څه رقیق شي. موږ داسې وکړل چې یو زوړ مرسډیز ټونس مو واخیسته او ورسره مو د نباتي تیلو لپاره یوه اضافي ټانکۍ هم ورسره واخیستله. موټر باید اول په ډیزلو چالان شي وروسته چې اینجن گرم شي نباتي تیل هم ورسره گرمیږي. وروسته به یوه تکمه ووهئ. له دې سره به د ډیزلو وال بند شي او د نباِتي تیلو وال به خلاص شي."

گریگ ملویلي لومړنی کس دی چې د امریکا له یوه سر نه د ختیځ ساحل له ورمونټ نه تر بل سر پورې د لویدیځ ساحل د کلیفورنیا تر آیالت پورې د نباتي تیلو په موټر کې سفر وکړي. له هغه سره خپل د کالج د زمانې یو همصنفي هم ملگری و.

دی وايي، دا ماته په زړه پورې وه چې د تیلو ټانکونو ته له درېدلو پرته دغه سفر بشپړ کړم.

هغوی دا ٦٥٠٠ کیلومتره اوږد سفر په اتو ورځو کې بشپړ کړ او په دې ترڅ کې ٧٢٠ لیتره نباتي تیل مصرف شوي وو. گریگ ملویلي د خپل دغه سفر په باب یو کتاب هم لیکلی دی چې نوم یې دی: دوه یاران او د نباتي تیلو یو موټر.

XS
SM
MD
LG