د لاس رسي وړ اتصالات

د قندهار د ملي امنیت پر دفتر په حمله کې ۶ تنه وژل شوي


د افغانستان د حکومت ماموران واېې چه په قندهار کې ېوه سړي په ېوه ځان وژونکې حمله کې شپږ کسان نن ووژل او څلوېښت کسان ېې زخمېان کړل.

د حکومت ماموران واېې چه حکله کوونکي ېو ټانکر د قندهار د ولاېت د ېوه دفتر او د استخباراتو دېوې ودانئ سره وجنگوه.

د استخباراتو دوه مربوط کسان او ېو شمېر لاروېان په دغه حمله کې ولگېدل او ووژل شول.

د ولاېتی شورا دوه غړي هم زخمېان شوی دی او د شاو خوا کورونو ځېنی اوسېدونکو ته هم تاوان او ښتلی دی.

د حملې په وخت د افغانستان د جمهور رېس حامد کرزي ورور ولی کرزی هم هلته موجود ؤ خو هغه خبرېالانو ته ووېل چه روغ رمټ دی.

د دی نه مخکی دوه سړی چه په موټر ساېکل باندی سواره ؤ، د جنکو ېوه ښوونځی ته ورغلل او د جنکو په ېوه ډله باندې ېې تېزاب وشېندل. د څو نتو جنکو مخونه ېې وسوځول.

جمهور رېس کرزي دا دواړه حملی نن وغندلی او وې وېل چه دا ډول بی رحمانه حملې په افغانستان کی دسولې او خوشحالئ دښمنان کوی.

سمدستی لا چا ددی حملو مسوولېت په غاړه نه دی. خو په افغانستان کې د طالبانو تحرېک د ښاغلي کرزي د حکومت د راچپه کولو لپاره او د افغانستان نه د نړېوالو قواو د شړلو په غرض ېو شمېر ځان وژونکی حملی څو وارې کړی دی.

طالبانو په افغانستان باندی دکال نور لس سوه شپږ نوي مېلادی نه تر کال دوه زره مېلادی پوری حکومت کړی دی او دخپل قدرت په زمانه کې ېې د جونو ښوونځي وتړل.

خو په کابل کی د ناتو ېوه وېاند رچرد بلانچې خبرېالانو ته ووېل چه د طالبانو حملی په کابل کی دتېرو درېو کالو په دوران کې اوس کمی شوی دی، مگر دېو شمېر مجرمو ډلو د فعالېت په وجه په ښار ی دامنېت په باب خلکو اطمنان له لاسه ورکړی دی.

بل پلو، د افغانستان ددفاع وزارت چارواکي وايي د کندهار په ښار کې یې په تېرو دوو ورځو کې د اتل په نوم عملیاتو کې اویا مشکوک وسلوال نېولي او د پلټنو لپاره یې ملي امنیت ته سپارلي.

ددفاع وزارت ویاند، جنرال ظاهر عظیمي نن په کابل کې د ایساف او ایتلاف ځواکونو د ویاندویانو سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل د اتل په نوم دغه عملیات چې دوه ورځې وړاندې په کندهار ښار کې پيل شوي په ترڅ کې یې د طالبانو دوه قومندانان حیات الله او محمد داود هم نېول شوي دي.

جنرال ظاهر عظیمي دا ډول د طلوع په نوم د عملیاتو په اړه هم معلومات ورکړل او وی ویل د طلوع عملیات په تېره میاشت کې پيل شوي او ښايي تر شپږو میاشتو پوری دوام وکړي.

عظیمي خبر ورکړ چې د روانې میاشتې تر پایه به د ملي اردو شمېر اتیا زرو ته ورسیږي.

پدی خبري ناسته کې د ایتلاف ویاند ډګروال ګریګ جولیان بیا د ملکي وګړو د وژنې په اړه وویل چې ایتلاف او ایساف پداسې تګلاری کار کوي، ترڅو د ملکي تلفاتو مخه ونېول شي.

هغه وویل له هوايي بمباریو د وروستۍ وسېلې په توګه باید کار واخېستل شي. د ایتلاف ویاند د پلي ځواکونو د ډېرښت غوښتنه وکړه او وی ویل که چېری پلي سرتیري زیات شي نو له هوايي بمباریو به مخه ونېول شي، چې دا کار د ملکي تلفاتو کچه ټیټولی شي.

XS
SM
MD
LG